ژبه

ولسمشر د زندانیانو د ستونزو د هوارولو ډاډ ورکړ

کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۹۷) : ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د څرخي پُل زندان ته ورغی او د دغه زندان له مسوولینو او محبوسینو سره یې د اختر مبارکۍ تر څنګ د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

په پيل کې د ښځینه زندانیانو مدیرې رحیمې د ښځینه زندانیانو د وضعیت او محاکماتي پړاوونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ښځینه معیاري زندان د جوړولو، د اعاشې د ښه کولو، د وړکتون د جوړولو او د زندانیانو د درملنې په برخه کې یې خپل مشخص وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

همدارنګه د ښځینه زندانیانو په استازیتوب عاقلې خبرې وکړې او ښځینه زندانیانو په ځانګړي ډول کبرسن، ماشومانو او ناروغانو ته یې د جزاګانو په تخفیف او عفوې کې د جمهوررئیس توجه وغوښته.

د څرخي پُل زندان رئیس سمونوال زلمي منګل د زندانیانو اعتصاب ته په اشارې وویل، د ولسمشر له پنځه ماده‌یي فرمان او واضح لارښوونو وروسته زندانیانو خپل سوله‌ییز اعتصاب پای ته ورساوه.

جلیل د نارینه زندانیانو په استازیتوب خبرې وکړې او د ولسمشر د فرمانونو څخه د قدردانۍ تر څنګ یې د زندانیانو په ځانګړي ډول د سپین ږیرو او ناروغو زندانیانو ته د هغه پاملرنه وغوښته.

ولسمشر غني د دوی د څرګندونو، وړاندیزونو او ستونزو له اورېدو وروسته ټولو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله او زیاته یې کړه : (( په اختر کې ځکه درته راغلم چې جمهوررئیس د ټولو افغانانو دی، دا چې محاکمو ستاسو په حق کې هره پرېکړه کړې، مګر انساني حقوق او حیثیت مو پرځای دی او ماته ښاغلي یاست.))

محمد اشرف غني دوی ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو په حل به یې غور وشي او د ده راتګ د ستونزو د حل څرګند تعهد دی.

ولسمشر زندانیانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د ستونزو په اړه به دقت وکړي او په کومو مواردو کې چې قوانینو ده ته واک ورکړی په هغه برخه کې به اقدامات وشي او د نورو مواردو په اړه به له اړوندو ارګانونو سره د سلا مشورو په پایله کې قانوني حل لارې ولټوي.

هغه وویل، د ښځینه، سپین ږیرو او ناروغو زندانیانو د ستونزو حل ته به پام وشي او زیاته یې کړه، په دې برخه کې به د قانون مطابق غور او اقدام وشي.

ولسمشرغنی له زندانیانو سره له کتنې وروسته د څرخي پله زندان بېلابېلې برخې ولیدلې او بیا یې د یاد زندان مسوولینو او منسوبینو سره په کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ژمنه یې وکړه چې د قانون د حاکمیت عالي شورا راتلونکې غونډه به د زندانیانو د وضعیت ښه کېدو ته ځانګړې شي.

 

login or register a new account.