کابل (پژواک، ٥ وږى ٩٧) : د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو په مشرۍ د سولې او مذاکراتو په ملاتړ د نوموړي هېواد د همکاریو پر څرنګوالي د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ته معلومات ورکړل.
د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر له خوا د وږي په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب نن د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، چې په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د سیمې د همکاریو په ښه والي او پرمختګونو خبرې وشوې.
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف ته د هرکلي ترڅنګ د دواړو هېوادونو پر تاریخي او دوستانه اړیکو خبرې وکړې، د دولتونو په کچه یې د اوږدمهاله همکاریو په موخه را منځته شوي فرصتونه او پرمختګونه هیله بښوونکي وبلل.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د کابل پروسې تر چتر لاندې د سولې او سیمه ییزو همکاریو د ټینګښت په موخه د تاشکند کنفرانس له ناستې وروسته د پرمختګونو په اړه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته معلومات ورکړل.
هغه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د امنیتي همکاریو په موخه د ګډ امنیتي کمېسیون د کارونو او راتلونکو ناستو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل او ترڅنګ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شریکو اقتصادي پروژو د تطبیق پر حالت خبرې وکړې.
کاملوف له ترهګرۍ سره د مبارزې، سولې او اقتصادي ودې لپاره د سیمه ییزو همکاریو د ټینګښت پر لارو چارو خبرې وکړې او د ښه والي په برخه کې یې هیله مندي وښوده.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د افغانانو په مشرۍ د سولې او مذاکراتو په ملاتړ د نوموړي هېواد د همکاریو پر څرنګوالي افغان لوري ته معلومات ورکړل.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محب ازبکستاني پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې د ملي امنیت شورا دفتر په رهبرۍ کې بدلون به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو چارو اغېز ونه کړي، ځکه چې د کارونو د مدیریت لپاره نظرونه مشترک دي.
نوموړي د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له بهیر سره د ازبکستان له همکاریو څخه مننه وکړه او د تاشکند کنفرانس یې د سولې او سیمه ییز ثبات د ټینګښت لپاره مهم و باله.
محب په افغانستان او سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او سولې لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ او له ازبکستان څخه یې وغوښتل، ترڅو پر هغو هېوادونو، فشار رواړي چې د سولې د تامین او ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې صادقانه رول نه لوبوي.
د ملي امنیت سلاکار وویل، چې د ګډو امنیتي همغږیو په موخه به د رامنځته شویو میکانیزمونو په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کارونو ته ادامه ورکوي او د دې ترڅنګ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو اقتصادي پروژو د تطبیق په کار کې د خنډونو د تشخیص او له منځه وړلو په موخه د اړوندو وزارتونو ترمنځ پر همغږۍ او ګډ کار ټینګار وکړ.
login or register a new account.