ژبه

افغانستان د اسلام د ستر پيغمبر په نوم له سپکاوي ډکو انځورونو د جوړولو سيالي وغندله

کابل (پژواک ٧ وږى ٩٧): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د اسلام د ستر پيغمبر په نوم له سپکاوي ډکو انځورونو د جوړولو سيالۍ غندلې او له ملګرو ملتونو يې غوښتي چې د دې کار مخنيوى وکړي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې د بهرنيو چارو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه کاږي، د نړۍ مسلمانانو د ګران او محبوب پیامبر حضرت محمد(ص) په هکله د سپکو انځورونو جوړولو، خپرولو او نشرولو لپاره د سیالۍ ترسره کول، نه یواځې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دولت او ملت د ژورې خواشينۍ او تاثر لامل ګرځېدلى، بلکې د نړۍ د ټولو مسلمانانو او ازاد خیالو د احساساتو د پارولو لامل هم شوی دَی.

سرچينه زياتوي، ټولو ادیانو او بشري سپېڅلو ارزښتونو ته سپکاوى ناوړه او سپک کار دَی؛ د افغانستان اسلامي جمهوریت دغه نا انساني، ډېر ټيټ او اخلاقي او بشري حقونو او د بیان آزادۍ له منل شوو اصولو او معیارونو سره د مخالف عمل سخته غندنه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي: “موږ په ملګرو ملتونو کې له مسوولو بنسټونو او له نړیوالې ټولنې څخه په زغرده غواړو څو له هغو کړنو څخه چې د ادیانو د پیروانو ترمنځ د کرکې او بلوا سبب ګرځي، مخنیوی وکړي.”

دغه اعلاميه په داسې حال کې خپره شوې چې د راپورونو په حواله، په هالنډ کې د اسلام د ستر پيغمبر علیه السلام په شان کې د سپکاوي سيالي ترسره کېږي.

هالنډ د پارلمان يوه وکيل د پيغمبر علیه السلام په شان کې د سپکاوي کوونکو کارتونونو سيالي جوړولو اعلان کړی دی.

دغه راز د وسله والو طالبانو هم دغه کار غندلی دی.

دطالبانو لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې له ټولو اسلامي هیوادونو، اسلامي کانفرانس، نړیوالو ټولنو او  بیلابیلو مؤثرو جهتونو غوښتل شوي چې د اسلام د پيغمبر په وړاندې د داسې ګستاخي مخنیوی وکړي او د مسلمانانو زړونه ونه دردوي. 

طالبانو ویلي، داسې کړنی هغه اعمال دی چې د ټولنو ترمنځ نفرت ایجادوي، بې ثباتۍ او د ادیانو تقابل ته لار هواروي او  په هيڅ دلیل توجیه نه لري. 

دغه راز د طالبانو د ملا رسول ډلې د عالي شورا پخوانی غړی مولوی عبدالرحمن نیازي همد اسلام ستر پیغمپر ته د سپکاوی عمل په کلکه غندلی دی.

هغه زیاته کړې، پخواهم په ډنمارک فرانس او امريکا کي ديته ورته اعمال ترسره شوي وو او اوس یوځل بیا په هالنډ کې دغه ګستانخانه عمل ترسره شو.

نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې  د هالنډ دغه مجرم انسان په سخته سزاورسوي.

مولوی نیازي له اسلامي هیوادونو غوښتي دي چې له هالنډ سره سفارتي او دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړي.