کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٧): ولسمشر اشرف غني د کابل د سرپرست ښاروال عبدالله حبيب زي استعفا منظوره کړې ده.
د ولسمشر وياند هارون چخانسوري د وږي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ښاروال حبيب زي پرون له خپلې دندې استعفا ورکړه او ولسمشر غني منظوره کړه.
خو هغه زياته کړه چې تر اوسه د نوي ښاروال په اړه پرېکړه نه ده شوې.
بلخوا عبدالله حبيب زي هم په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې ولسمشر غني يې استعفا منظوره کړې ده.
هغه له ولسمشر غني مننه کړې چې پر ده يې باور وکړ او د ښاروال په توګه يې پر دنده ګومارلى و.
حبيب زي ويلي چې په کابل ښار کې يې ډېر پروګرامونه عملي کړي او يو شمېر نور ښه پروګرامونه تر کار لاندې دي چې ورسره به د کابل ښار بڼه بدله شي.
هغه د ۱۳۹۵ لمريز کال د غويي مياشتې په ۴مه نېټه د ولسمشرۍ عالي مقام د ۳۳۸ ګڼې فرمان له مخې د کابل ښار د سرپرست ښاروال په توګه ټاکل شوى و.
login or register a new account.