کابل (پژواک، ١١ وږى ٩٧): لوړپوړي امريکايي جنرال سکاټ مېلر ته په افغانستان کې د ناټو د روزنې د غوڅ ملاتړ ماموريت قومانده وسپارل شوه.
په دې اړه نن (د وږي ١١مه) په کابل کې د ناټو غوڅ ملاتړ په مرکزي قوماندانۍ کې يو لړ مراسم نيول شوي وو چې په کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک، يو شمېر نور ملکي او پوځي افغان چارواکو، د ناټو تلونکى قوماندان جنرال جان نيکولسن، يو شمېر سفيرانو او نورو برخه اخيستې وه.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت نوى قوماندان ډګر جنرال سکاټ مېلر وويل چې لاس هم په افغانستان کې د پرمختګ لپاره فرصتونه شته او هېڅکله به دغه هېواد يو ځل بيا د ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.
نوموړي د افغان شخړې د سياسي حل لارې لپاره پر وسله والو مخالفينو پوځي فشارونه اړين وبلل او زياته يې کړه چې د سياسي روغې جوړې لپاره بايد پوځي فشارونه زيات شي.
ده زياته کړه: ((موږ له خپلو افغان وروڼو سره د امنيت په رواستلو کې همکار يو.))
مېلر وويل، ترهګر غواړي چې په افغانستان کې مرکزونه ولري، خو نړيوال ځواکونه به له افغان ځواکونو سره يو ځاى دوى ته د دې اجازه ورنه کړي.
د ناټو مخکني قوماندان جنرال نيکولسن چې په تېرو ١٧ کلونو کې يې تر ټولو ډېر دوه نيم کاله په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ قومانده پر غاړه لرله، وويل چې اوس په افغانستان کې د جګړې پاى ته رسېدو وخت را رسېدلى دى.
د هغه په وينا، ځيني وسله وال طالبان هم غواړي چې سوله وکړي، خو هغوى په زور جګړې ته هڅول کېږي.
جنرال نيکولسن طالبانو ته په خطاب کې وويل: ((ټولې نړۍ تاسو د اوربند وړانديز منلو او د سولې خبرې کولو پيلولو ته وهڅولئ، حتى ولس هم له تاسو دا غواړي چې روانه شخړه له سوله ييزې لارې هواره کړئ، تاسو د پرديو پر ځاى بايد د خپل غږ واورئ.))
نوموړي ادعا وکړه چې تر بل هر و خت اوسمهال له طالبانو سره د سولې خبرې نږدې شوې دي او په دې برخه کې د ناټو غړي هېوادونه د افغان حکومت له برنامو ملاتړ کوي.
login or register a new account.