Language

کندهار (پژواک ١١ وږى ٩٧): په کندهار ښار کې پر پولیسو دوه چاودنې شوي چې د یوه افسر په ګډون یې ۶ پولیس ټپيان کړي دي.

دا پېښې نن ماښام د ۸ بجو په شاوخوا کې د ۱۴مې امنیتي حوزې اړوند د نظم خاص په ساحه کې شوي دي.

د کندهار د امنیې قومندان ویاند لومړی څارن بشیر خاکسار پژواک خبري اژانس ته وویل، چاودنې پر هغوی پولیسو شوي چې په دغه ساحه کې په تالاشي بوخت وو.

هغه زیاتوي، لومړی ماین د برېښنا په یوه ټرانسفرمر او دویم ماین د سړک په یوه ګلدان کې ځای پر ځای شوي وو.

د ده په وينا، چاودنې زیان لري، خو په اړه به یې وروسته معلومات ورکړي.

خو یوې باوري امنیتي سرچینې پژواک اژانس ته وویل چې په دې پېښه کې د ۴مې امنیتي حوزې د مرستیال زلمي اسلمي په ګډون ۶ تنه پولیس ټپيان شوي دي.

ټپيان د کندهار ښار میرویس روغتون ته رسول شوي دي.

د دغه روغتون د عاجل وارډ یوه ډاکټر چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل، د پېښې له ځایه روغتون ته ۸ تنه ټپیان ور وړل شوي چې ټول پولیس دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

Related Topics