ژبه

د کابل د دشت برچي په دویمه چاودنه کې ۷ خبریالانو ته مرګ  ژوبله اوښتې

کابل (پژواک،  ۱۴ وږی ۹۷) : د کابل ښار د دشت برچي سیمې په دویمه چاودنه کې اوو خبریالانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل ښار د شپږمې حوزې اړونده د دشت برچي د کلای ناظر په سیمه کې نن مازیګر ناوخته په یوه ورزشي کلب لومړی ځانمرګی برید وشو.

کله چې سیمې ته خبریالان او امنیتي ځواکونه ورسیدل، نو بله چاودنه هم وشوه، چې له امله یې یو شمیر خبریالانو ته مرګ ژوبله واوښته. د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په ځانمرګي برید کې ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۶۰ زیات ټپیان دي.

د طلوع تلویزیون رییس لطف الله نجفي زاده په ټولنیزه شبکه ټویټر کې لیکلی، چې خپل یو خبریال او یو کمره مین یې له لاسه ورکړی دی.

دغه راز د رسنیو د ملاتړ اداې (نی) لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دویمه چاودنه کې دوه خبریالان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

سرچینې زیاته کړې، چې د طلوع خبریال صمیم فرامز او رامز احمدي وژل شوي، د خورشید تلویزیون یو خبریال او دوه کمره میانان او د یو تلویزیون یو خبریال ټپیان شوي دي.

نی ویلي، چې د دریو ټپیانو روغتیایي حالت ښه او د یو داندیښنې وړ ښودل شوی دی.

بلخوا د میوند تلویزیون اجراییوي رییس اسراییل ناصري هم ویلي، چې ددوی یو کارکوونکی په یاده پيښه کې ټپي شوی.

د یادونې وړ ده، چې څو میاشتې مخکې د کابل په شش درک سیمه کې پر امنیت ملي تر ځآنمرګي بریده وروسته سیمې ته پر ورغلو خبریالانو چاودنه شوې وه، چې له امله یې ۹ خبریان وژل شوي وو.

د یادې چاودنې مسوولیت داعش ډلې اخیستی و.

د پژواک خبري اژانس اداره په یاده پيښه کې د خبریالانو پر مرګ ژوبلې خواشیني څرګندوي ، د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوي او د ټپيان د ژر رغیدا لپاره دعا کوي.