ژبه

په اسلام اباد کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ونماځل شوه

کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٧): د پاکستان په پلازمېنه اسلام کې د افغان سفارت له خوا د هېواد د خپلواکۍ ٩٩مه کاليزه ونمانځل شوه.

د افغانستان سفارت مرستيال زردشت شمس د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو مراسمو کې افغان سفير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال، د پاکستان د نوي حکومت استازو، د پخواني حکومت يو شمېر چارواکو، د سياسي ګوندونو استازو، د پاکستان د ملي شورا غړو، بهرنيو سفيرانو مدني فعالانو او ژورنالېستانو برخه اخيستې وه.

د نوموړي په وينا، په دغو مراسمو کې په ځانګړې توګه د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ  د ځوانانو ارکستر ګډون او ښکلي هېوادنۍ نغمې يې د ګډونوالو له بدرګې سره مخ شوې.

هغه وايي چې دغو ځوانانو او ماشومانو له ځان سره د سولې پيغام راوړى و.

د افغانستان سفير په پښتو ژبه خبرې پيل کړې او بيا يې په انګليسي کې خبرې وکړې او ويې ويل چې د دواړو هېوادونو خوښي او غمونه ګډ دي.

نوموړي زياته کړه چې دواړه هېوادونه ترهګرۍ ځپلي دي او بايد د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړي.

د پاکستان د مذهبي چارو وزير نورالحق قادري چې د دغه پروګرام مشر مېلمه و، د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پياوړي کېدو يې ټينګار وکړ او ويې ويل چې دواړه هېوادونه ګډ تاريخ، فرهنګ او ژبه لري.

login or register a new account.