ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پروان او سمنګان ولایتونو کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۲۲ ټپیان دي

په پروان او سمنګان ولایتونو کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۲۲ ټپیان دي

author avatar
15 Sep 2018 - 14:42
په پروان او سمنګان ولایتونو کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۲۲ ټپیان دي
author avatar
15 Sep 2018 - 14:42

ايبک، چاريکار او قلعه نو(پژواک، ٢٤ وږی ٩٧): په سمنګان، پروان او بادغېس ولایتونو کې یوولس پولیس، ۱۲ طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸ پولیس، دوه طالبان او دوه ملکي وګړي ټپیان دي.

د دره صوف پایین ولسوالۍ په داکنډي کلي کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان بابه چې په دې جګړه کې ټپي شوی د سمنګان ولایت په ولایتي روغتون کې پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو تېره شپه په دې سیمه کې په دریو امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

د هغه په خبره، په دې جګړه کې چې د شپې په نهو بجو پیل او تر درې بجو یې دوام درلود د سیمه ییزو پولیسو یوه پوسته طالبانو ونیوله خو بېرته ترې سیمه ييزو پولیسو نیولې ده.

د بابه د معلوماتو له مخې، په یاده جګړه کې شپږ سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه چې په دې نښته کې د دایکنډي کلي یوه مېرمن وژل شوې او دوې نورې ټپیانې دي.

نوموړي له جزئیاتو پرته وویل چې په یاد برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او سیمه یې پرېيښې ده.

د دره صوف پایین ولسوال عبدالیقین احمدي د دایکنډي کلي پر امنیتي پوسته د طالبانو برید ومانه او ویې ویل، په دې جګړه کې څلور طالبان وژل شوي چې د یوه جسد د جګړې په سيمه کې پاتې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په ۱۹مه طالبانو د دې ولسوالۍ په زیرکي سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، ۱۶ سیمه ييز پولیس یې ووژل او شپږ یې ټپیان کړل.

دغه راز په پروان ولایت کې د امنیتي ځواکونو د همغږۍ مرکز قوماندان ډګروال الوزي احمدي وویل، د چټک غبرګون ځواکونه د بګرام ولسوالۍ خلازي سیمې ته د عملیاتو لپاره تللي و چې نن سهار اته بجې پرې خښ شوي ماین چاودنه وکړه.

د هغه په خبره په یاده چاودنه کې د چټک غبرګون څلور سرتېري او یو ملکي وګړی وژل شوي او دوه سرتېري ټپیان دي.

په پروان کې د سیمه ییزو طالبانو یوه سرچینه وايي، دغه ماین طالبانو خښ کړی و چې په هغه کې د چټک غبرګون پنځه سرتېري وژل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو تېره شپه د بادغيس ولایت د قادس ولسوالۍ په قرچغي سیمه کې هم برید کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.