مزارشريف (پژواک، ۲۶ وږی ۹۷): د بلخ حيرتان بندر کې د ځايي مسوولينو ترمنځ د تېرې شپې د نښتې له امله يو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
ياده نښته د وږی په ۲۵مه ماښام ۷ بجې رامنځته شوې وه چې يو نيم ساعت يې دوام درلود.
که څه هم د بلخ سيمه ييز مسوولين په دې تړاو له رسنيو سره له خبرو کولو ډډه کوي خو يوې باوري سرچينې د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نښته د حيرتان بندر د سرحدي پوليسو د کمېسار او د ياد بندر د امنيت د رييس د ساتونکو ترمنځ شوې ده.
کمېسار حبيب الله ګذر په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو د استازي امان الله ګذر زوی دی او د حيرتان بندر د امنيت رييس سعيد محمد نور د جمعيت ګوند د اجرائيوي رييس عطامحمد نور وراره دی.
تېره ورځ د مرکزي بانک رييس په يوه خبري کنفرانس کې ويلي وو چې د حيرتان بندر له لارې په ناقانونه ډول ډالر لومړی اماراتو او بيا له هغه ځايه خليج هېوادونو ته قاچاق کېږي چې له امله يې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت راټيټېږي.
يادې سرچينې پژواک ته وويل چې د حيرتان بندر د کمېسار او د امنيت د رييس ترمنځ هغه مهال نښته رامنځته شوه، چې کله د کمېسار شخصي مرمۍ ضد موټر د امنيت د رياست له مخې د تېرېدو په حال کې وو.
تر اوسه د دې پېښې اصلي لامل نه دی رسنيز شوی.
د بلخ ولايت مقام، د بلخ امنيه قومانداني، د حيرتان بندر ښاري رياست او بلخ کې سرحدي پوليس په دې تړاو پژواک سره له خبرو کولو ډډه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن