کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٧): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د امريکا د سفير هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې هېواد يې په خپله خاوره کې افغانستان او هند ته د سوداګرۍ اجازه ورکړې وه.
په افغانستان کې د امريکا سفیر جان باس هندي رسنيو سره يوه مرکه کې ادعا کړې وه چې د روان زېږدېز کال په لومړيو کې د پاکستان حکومت له خپلې خاورې د افغانستان او هندوستان سوداګرۍ ته لېوالتيا ښودلې ده.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د امريکا د سفير څرګندونې رد کړې، ويلي یې دي چې دوى داسې کومه پرېکړه نه ده کړې او نه يې لېوالتيا ښودلې ده.
بلخوا د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت پخواني مرستيال سلمان حيدر ويلي چې په پاکستان کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته ځينې مثبتې اشارې شوې، خو فکر نه کوي چې د سوداګرۍ په اړه دې ژر دومره لوى پرمختګ وشي.
هغه بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم له هندوستان سره ښو اړيکو ته اشارې کړې، خو مخکې به وکتل شي چې څه کېږي.
login or register a new account.