ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې د داعش څلور وسله وال وژل شوي

د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې د داعش څلور وسله وال وژل شوي

author avatar
20 Sep 2018 - 09:56
د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې د داعش څلور وسله وال وژل شوي
author avatar
20 Sep 2018 - 09:56

جلال اباد (پژواک، ۲۹ وږی ۹۷): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د داعش څلور وسله وال وژل شوي دي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن محمد هارون يوسفزي د وږي په ۲۹مه پژواک اژانس ته وويل چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه د هسکې مېنې (ده بالا) ولسوالۍ په ګورګورۍ سيمه کې د داعش ډلې پر پټنځای د بې پيلوټه الوتکې بريد کړی دی.

دی وايي، په بريد کې د داعش ډلې د يوه سرګروپ په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې د بريد پر مهال د داعش وسله والو يو شمېر وسلې، مهمات او مرکز یې له منځه وړل شوي دي.

جګړن يوسفزي ډاډ ورکړ چې په دغه بريد کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی رسېدلی.

هغه په ورته وخت کې وايي چې بټي کوټ ولسوالۍ کې راتلونکو ټاکنو ته د امنيت خونديتوب او په سيمه کې د وسله والو د ځپلو په موخه د ګډو افغان ځواکونو پيل شوي عمليات لا هم روان دي.

جګړن محمد هارون يوسفزی وایي، د دغو عملياتو لومړی پړاو يوه مياشت مخکې پای ته رسېدلی وو او دويم پړاو يې څو ورځې وړاندې پيل شوي چې تر دې مهال يې تر پنځو زيات لوی کلي د طالب وسله والو له شتونه پاک کړي دي.

دی زياتوي چې په يادو عملياتو کې يو شمېر وسله وال له خپلو وسلو سره دولتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.

داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.