فراه (پژواک، ۲ تله۹۷): د فراه ولایت په خاکسفېد ولسوالۍ کې د ملي اردو او غوڅ ملاتړ ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وسله والو طالبانو او ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب وویل، په دغو عملیاتو کې چې د خاکسفېد ولسوالۍ په کلکنیک کهنه سیمه کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې دوام لري د وسله والو مخالفانو د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه له منځه تللې ده. د نوموړي په خبره، په دې زېرمه کې شاوخوا ۴۰ زره کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي له منځه تللي.
هغه ادعا کوي چې په دغه برید کې ۲۳ طالبان او ۱۶ نور د بهرنیو ځواکونو د هوايي برید په پايله کې د یادې ولسوالۍ په خشکابه کلي کې وژل شوي دي.
خو د خوشکابې کلي اوسېدونکي عبدالجبار پژواک ته وویل، په دې کلي کې د تېر مازیګر د هوايي برید له امله پنځه وسله وال طالبان او اته ملکي وګړي وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره، پر پنځو وسله والو طالبانو داسې مهال برید وشو چې د ماین پر خښولو بوخت و او یاد ملکي وګړي بیا هغه مهال وژل شوي چې د طالبانو مړي یې راټولول.
نوموړي وویل، د کلینیک کهنه سیمې له هوايي برید څخه معلومات نه لري.
د فراه امنیه قومانداني د ملکي کسانو د وژلو خبر نه مني.
طالبانو تر دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا د ملي دفاع وزارت ویاند جاوېد غفوري نن په کابل کې یوې خبری ناستې ته وویل، په فراه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د تېرې شپې په عملیاتو کې ۳۸ زره کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ۳۰۰ مخابرې، ۲۳ د مخابرې دستګاوې او ۵ نقلیه وسیلې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن