کابل (پژواک، ۱۰ تله ۹۷): د ملي مشارکت ګوند د امریکا او افغانستان ترمنځ له امنیتي تړونه د ملاتړ تر څنګ ګواښ وکړ چې فرصت طلبه ډلو ته اجازه نه ورکوي د هېواد پر برخلیک لوبه وکړي.
نن د ملي مشارکت ګوند شاوخوا ۲۰۰ پلویانو په داسې حال کې د امریکا او افغانستان ترمنځ له امنیتي تړون څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ چې د کابل د نوي ښار پارک کې را ټول شوي وو او د «له نړیوال تروريزم سره د امنیتي ځواکونو مبارزه د قدر وړ ده»، «موږ د امریکا او نړیوالې ټولنې په مرسته د بین الافغاني سولې پلویان یو» او «د امنیتي ځواکونو معاشونه او امتیازونه باید په هېڅ بهانه ونه ځنډېږي» شعارونه یې په لاس کې و.
د افغانستان د ملي مشارکت ګوند رییس او د ولسي جرګې کاندید نجیب الله کابلي دې غونډې ته وویل، افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د امریکا او نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه: ((افغانان له امریکا سره د ستراتېژیک امنیتي تړون ملاتړ کوي او موږ به یو شمېر هغه وړو او فرصت طلبه ډلو ته اجازه ورنه کړو چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د ایران، پاکستان او سیمې د استخباراتي ماشینونو په امر د افغانستان د شریف ملت پر برخلیک لوبه وکړي.))
کابلي له امریکا سره امنیتي تړون د هېواد په ګټه وباله او زیاته یې کړه چې خلک له امریکا سره د امنیتي تړون د له منځه وړو مخالف دي خو له امریکا غواړي چې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې مرسته وکړي څو دغه هېواد پر ځان بسیا او پر خپلو پښو و درېږي.
د ملي مشارکت ګوند رییس له امریکا وغوښتل چې د افغانستان وسله وال ځواکونه په اساسي توګه اکمال او تجهیز کړي؛ ځکه چې له سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو سره مبارزه کوي او معاشونه یې باید پر وخت ورکړل شي.
نوموړي سوله د هېواد لپاره یوه جدي اړتیا وبلله او ویې ویل، د سولې له بین الافغاني خبرو ملاتړ کوي او فرصت طلبه ډلو ته به اجازه ورنه کړي چې د سولې لپاره خنډ شي.
بلخوا نوموړي د لنډمهال حکومت له جوړېدو سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې په هېواد کې له اوسني بحرانه د وتلو لار د شفافو او عادلانه ټاکنو ترسره کول دي او له دغه ملي بهیره باید ملاتړ وشي.
د لاریون ګډونوال شمس الله هوشمند له امریکا سره امنیتي تړون د افغانستان په کټه وباله او ویې ويل: ((ګاونډي هېوادونه د افغانستان پرمختګ نه شي زغملای او په افغانستان کې له خپلو غلامانو په استفادې په ملي شورا او نورو غونډو کې له امریکا سره د امنیتي تړون د لغوه کېدو موضوع مطرح کوي.))
هغه له امریکا وغوښتل چې د یادې موضوع په درک دې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو لکه د امنیتي ځواکونو تمویل او تجهیز، د سولې او امنیت راوستو او اقتصادي پرمختګ په برخو کې زیاتې کړي څو افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي او ټول پوه شي چې امریکا په افغانستان کې رښتینی خدمت کړی دی.
login or register a new account.