ژبه

ډاکتر عبدالله په یو رسمي سفر د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا ته ولاړ

کابل (پژواک، ١١ تله ٩٧): د افغانستان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني رسمي سفر اندونيزیا ته ولاړ.

د اجرائیه ریاست له خوا نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه سفر د اندونيزیا هېواد د مرستیال ولسمشر یوسف کالا په رسمي بلنه ترسره شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې اجرائیه رییس به په دغه سفر کې د اندونيزیا له ولسمشر جوکو ویدودو او مرستیال ولسمشر یوسف کالا سره وویني.

نوموړی به دغه راز د یاد سفر پر مهال د علماو شورا له لوړپوړو چارواکو، د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون له غړو سره هم وګوري.

خبرپاڼې زیاته کړې چې ډاکتر عبدالله به د خپل دغه رسمي سفر په لړ کې د اندونيزیا هېواد د بهرني سیاست د مطالعاتو په مرکز کې د افغانستان د سولې او موجوده ګواښونو په اړه خبرې وکړي.
سرچینې ویلي چې په دغه سفر کې به د اندونيزیا او افغانستان په دوه اړخیزو اړیکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته هوکړه لیکونو او موافقو د تطبیق،  د سوداګریزو اړیکو د پراختيا، د افغانستان په سوله کې د اندونيزیا پر رول او په دې برخه کې د دغه هېواد پر تجربې او دغه راز له تروريزم سره د مبارزې په اړه خبرې وشي.

له ډاکتر عبدالله سره په دغه سفر کې د سوداګرۍ او صنایعو وزیر، د سولې عالي شورا مرستیال، د اقتصاد وزارت مرستیال وزیر او یو شمېر ملي سوداګر ملتیا کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع