کابل (پژواک، ١٢ تله ٩٧): حکومت د روانې جګړې خصوصي کول په کلکه رد کړي او په ډاګه کړې یې ده چې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو لید لوری، هغه اصل چې افغانان خپل راتلونکی په خپله جوړوي، تر پښو لاندې کوي.
په دې وروستيو کې داسې اوازې وې چې ګواکې د امريکا حکومت د افغانستان جګړه د (بلک واټر) په نامه يوې خصوصي کمپنۍ ته ورکوي او خپل ځواکونه وباسي.
تر دې مخکې د بلک واټر خصوصي امنيتي کمپنۍ مشر هم په دې اړه ځينې څرګندونې کړې وې او د دغه کار ملاتړ يې کړى و.
د افغانستان د ملي امنيت شورا له خوا د تلې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، د افغانانو د اساسي حقونو او اسلامي ارزښتونو د ساتلو په لاره کې په مېړانه قرباني ورکړې او مبارزه کوي.
سرچينې زياته کړې چې په دې وروستیو کې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو او د افغانستان په جګړه کې د بهرنیو او غیر مسوولو عناصرو زیاتېدو اړوند بحثونه زیات شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو لید لوری، هغه اصل چې افغانان خپل راتلونکی په خپله جوړوي، تر پښو لاندې کوي.
د ملي امنيت شورا ويلي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د قوانینو په چوکاټ کې د اسلامي ارزښتونو، ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او له خپلو ټولو هېوادوالو د ساتنې مسوولیت او صلاحیت لري.
سرچينې زياته کړې، د افغانستان دولت به هېڅکله پر دې مخربو او متضادو بحثونو سترګې پټې نه کړي، بلکې د یو خپلواک هېواد په توګه به د هغو کسانو پر وړاندې چې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو هڅه کوي، ټول حقوقي اقدامات و ارزوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانانو په مشرۍ او د نړیوالو متحدینو په مرسته به له ترهګرۍ سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه دوام ولري.
د افغانستان دولت او خلک به په هېڅ ډول شرایطو کې اجازه ورنه کړي چې له ترهګرۍ سره مبارزه خصوصي او د سوداګرۍ بڼه خپله کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د هېوادوالو د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتل او د هغوی ژوند ته پاملرنه، د افغانستان دولت له اصلي مسوولیتونو څخه دي. دغه سپېڅلی مسووليت به هېڅکله سوداګرو ته ونه سپارل شي.
سرچينې ويلي:((موږ اجازه نه ورکوو چې د مبارزې سپېڅلي ارزښتونه مو د امتیاز اخېستو قرباني شي.د افغانستان حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ دی.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن