واشنګټن (پژواک، ١٢ تله ٩٧): په اسلام اباد کې د امريکا پخوانى سفير ريچارډ اولسن وايي، د پاکستان په پخوانيو حکومتونو کې د افغانستان په اړه پرېکړې د پوځ له خوا کېدې.
اولسن چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا سرپرست ځانګړى استازى هم و، ويلي چې د افغانستان په اړه د پاکستان د نوي حکومت د اقداماتو جاج اخلي.
نوموړي له امريکا غږ سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي، امريکا ته د سفر پر مهال د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ځينې مثبتې خبرې کړې دي چې د اسلام اباد او واشنګټن اړيکې د افغانستان په حالاتو پورې تړلې دي.
اولسن ويلي: ((دا خبره يې سمه ده، خو د قريشي په څرګندونو کې تر اوسه د عملي اقداماتو اشارې نه دي شوې.))
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي چې د پاکستان په پخوانيو دوو حکومتونو کې د افغانستان په اړه تګلاره او پرېکړه د پوځ له خوا کېدې او جوړېدې.
نوموړي په ډاګه کړې چې اوسمهال د افغانستان په اړه د امريکا او پاکستان په نظرياتو کې يووالى رامنځته شوى دى.
د امريکا پخواني سفير ويلي چې دوى د افغان شخړې سياسي حل لارې ته ژمن دي او دغه کار د پاکستان په ګټه هم دى.
پر افغان طالبانو د پاکستان د اغېزو په اړه اولسن وايي چې پاکستان اوس هم پر طالبانو څه نا څه اغېز لري.
هغه هيله څرګنده کړې ده چې پاکستان دې له خپلو دغو اغېزو او نورو اړيکو په ګټې اخيستنې طالبان د سولې مېز ته راولي.
د يادونې ده، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي پرون په واشنګټن کې د امريکا د سولې انسټيټيوټ يوې غونډې ته ويلي چې پر طالبانو يې اغېزه کمه شوې ده.
خو هغه ژمنه کړې چې طالبان به د سولې مېز ته راوستلو لپاره هڅې کوي.
login or register a new account.