ژبه

ولسمشر له زلمي خليلزاد سره د افغان سولې پر لارو چارو خبرې وکړې

 

کابل (پژواک، ١٦ تله ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په چارو کې د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په افغانستان کې سولې ته د رسېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.

له ارګه د تلې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د ولسمشر دويم مرستیال سرور دانش، اجرائیه ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي چارواکو هم ګډون درلود.

سرچينې زياته کړې چې دواړو لورو د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت په افغانستان کې د سولې د تامین پر لارو چارو بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني په دې کتنه کې د سولې پروسې بریالیتوب او په هېواد کې د سراسري امنیت د تامین په موخه د افغان دولت د هڅو په اړه خبرې وکړې.

وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‎ زاد، کابل او د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر د موخې په اړه معلومات ورکړل.

هغه زياته کړه چې سوله یوه مقدسه پروسه ده او په دې پروسه کې د امریکا حکومت او خلک د افغانستان له حکومت او خلکو سره متحد دي.

د يادونې ده، د افغان سولې په اړه د امريکا د ځانګړي استازي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته سيمې ته دا د زلمي خليلزاده لومړى سفر دى.

هغه به له دې وروسته پاکستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته هم سفرونه ولري.

login or register a new account.