کابل (پژواک، ١٧ تله ٩٧): د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغانستان د ملي امنيت شورا د سلاکار په ګډون د امنيتي ارګانونو له مشرانو سره د سولې او امنیت پر بېلابېلو برخو خبرې وکړې.
د ملي امنيت شورا له مطبوعاتي دفتره د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون ناوخته د افغانستان د سولې او پخلاينې په برخه کې د امريکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وليدل.
سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې د سولې او امنیت پر بېلابېلو برخو خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنیت سلاکار د افغان حکومت په مشرۍ د سولې او مذاکراتو په برخه کې د پرمختګونو او برنامو په اړه بحث او خبرې وکړې.
ډاکټر محب د سولې د ټینګښت لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو پر رغنده رول او ملاتړ ټینګار وکړ.
د افغانستان د سولې او پخلاینې په برخه کې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وويل چې د سولې او ثبات لپاره افغانستان او د امریکا متحده ایالتونه ګډې موخې لري او دغه هدف ته د رسېدو په موخه یې د خپل پیل کړي ماموریت د اهدافو په اړه معلومات وړاندې کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي، د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي، د سیمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رييس متین بېک او د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال جنرال اخترمحمد ابراهیمي د روانو امنیتي او نظامي چارو او پرمختګونو په اړه بحث وکړ.
دوى په امنيتي او دفاعي سکتور کې د پرمختګونو او ستراتیژیکو اصلاحاتو د تطبیق د څرنګوالي په اړه خپل معلومات وړاندې کړل.
دغه راز سرچينه وايي، د دې تر څنګ په دې ناسته کې د سیمه ییزې حکومتولۍ پر بېلابېلو اړخونه خبرې وشوې، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رييس وویل چې د حکومتي چارو په سمه توګه د ترسره کېدو لپاره ظرفیتونه رامنځته شوي دي.
د يادونې ده، زلمي خليلزاد تر دې مخکې ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش او د استاد سياف په ګډون له ځينو سياسي مشرانو سره هم ليدلي دي.
login or register a new account.