کابل (پژواک، ١٧ تله ٩٧) : په افغانستان کې د امريکا سفير جان باس وايي چې د ټاکنو پر پروسې بريد په اصل کې پر افغانانو بريد دى.
دامريکا سفير دغه څرګندونې د وسله والو طالبانو د هغه اعلان په غبرګون کې کړې دي، چې پرون يې د ولسي جرګې پر ټاکنو د بريد په اړه کړى و.
طالبانو ويلي، د ټاکنو پر مهال به د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي هڅه کوي، خو تر خپله وسه به ډېره هڅه کوي چې د ټاکنو مخنيوي وکړى او د ټاکنو د امنيت لپاره پر ګومارل شويو امنيتي ځواکونو به بريدونه کوي.
په کابل کې دامريکا سفير جان باس ويلي : (( ټاکنې ملکي پروسه ده، افغانان د رايو صندوقونو ته ځي او د خپلې خوښې کانديدانو ته رايه ورکوي.))
د هغه په وينا، دا چې طالبانو پر ټاکنو د بريد ګواښ کړى، په اصل کې يې پر عامو افغانانو د بريدونو ګواښ کړى دى.
د امريکا سفير ويلي، د طالبانو دا ډول څرګندونې د سولې په اړه د هغوى له ژمنتيا او لېوالتيا سره په تضاد کې دي.
دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تاداميچي ياماماتو هم ويلي، چې ټاکنې ملکي پروسه ده او ټولو افغانانو ته بايد په کې د ونـډې اخيستو زمينه برابره شي.
login or register a new account.