کابل (پژواک، ٢١ تله ٩٧): په هندوستان کې د افغانستان مخکنى سفير ډاکټر شيدا محمد ابدالي وايي، سوېلي حوزه له وسله والو طالبانو سره د سولې کولو يواځينی باوري ادرس دى.
نوموړي دغه څرګندونې نن د تلې په ٢١مه، کندهار ولايت کې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر يوناما له مشر ريونبين کلپين سره په ليدنه کې کړې دي.
د ابدالي له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې يې د يوناما له ځايي مشر سره د هېواد په سياسي په ځانګړې ډول د سولې په اړه خبرې وکړې.
هغه په دې ليدنه کې سوله او ملي يووالی د افغانانو دوه هغه غوښتنې وبللې، چې له ډېره وخته يې انتظار باسي، خو په رښتيني ډول ورته کار نه دی شوی.
ابدالي له ولسمشريز ټاکنو وړاندې د افغان سولې د هڅو غوښتنه وکړه او د دې پروسې لپاره يې سوېلي حوزه تر ټولو بااعتباره او اغېزناکه سيمه ياده کړه.
هغه زياته کړې، په تېرو کلونو کې د سولې هڅې، ځکه بې اغېزې او بې لاسته راوړنو وې، چې د سولې اصلي ادرس غلط شوی و او پروسې ته يې داسې افراد ټاکل شوي وو چې بې طرفه نه وه.
دغه افغان سياستوال ويلي، له سوېل څخه د سولې پروسه ځکه بریالۍ کېدونکې ده، چې د طالبانو ټوله رهبري او مهم چارواکي د همدې حوزې دي.
د ده په وینا، اوس يې په دې برخه کې هڅې پیل کړي، خو نړیوال سازمانونه او دولت دې يواځې د دې پروسې د ملاتړو په توګه پاتې شي، ځکه اوسني حکومت د سولې د خبرو په برخه کې اعتبار له لاسه ورکړی دى.
په هند کې د افغانستان پخواني سفیر زياته کړې، د افغانستان ټولو قومونو ته د کندهار سیاسي خوځښت د باور وړ دی، ځکه تل يې د ملي مسايلو رهبري په سمه توګه کړې او پايله يې مثبته راوتلې ده.
په سوېل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مشر ريونبين کلپين د سولې په برخه کې د ډاکټر شیدا محمد ابدالي له سیاسي هلو– ځلو هرکلی وکړ او په دې برخه کې يې د همکارۍ ژمنه ورکړه.
هغه ومنله چې کندهار د تاریخ په اوږدو کې د ملي مسایلو په برخه کې اغېزناک او با اعتباره ثابت شوى او تل د بحراني وضعیت په کنټرول کې درېدلى دی.
کلپين ويلي، د سولې لپاره د اغېزناکې سیمې په توګه د کندهار انتخابول او د همدې پروسې لپاره د اغېزناکو افرادو ټاکل مهم دي او په دې برخه کې به له خپلې رهبرۍ سره خبرې وکړي.
login or register a new account.