ژبه

د کندهار والي په يوه ويډيويي پيغام کې د خپل روغتيا ډاډ ورکړ

کابل (پژواک، ٢٧ تله٩٧):د کندهار والي زلمي ويسا په يوه ويډيويي پيغام کې وايي، چې روغتيايي حالت يې ښه دى او ډېر ژر به له روغتون څخه رخصت شي.

والي له يو شمېر نورو کسانو پرون د کندهار په ولايت کې مقام کې په يوه وسله وال بريد کې سخت ټپي شوى و، په دې بريد کې د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق او د ملي امنيت رييس جنرال مومن خپل ژوند له لاسه و رکړى و.

ځينو رسنيو او ټولنيزو شبکو د والي زلمي ويسا د وژل کېدو راپورونه هم ورکړي وو.

خو ويسا په دې ويـډيويي پيغان کې هغه اوازې رد کړې چې ګوندې دى مړ شوى دى او وايي چې روغتيايي حالت يې ښه دى ، دوو در ېيو ورځو کې به له روغتون څخه رخصت شي او بيا به له نږدې  خبرې کوي.

ده زياته کړې : (( دا يو ناځوانمراده عمل و، چې د يوه ترهګر لخوا ترسره شو، د هېوادوالو دعا وه، چې خداى وساتلو. ))

تېره ورځ د( تلې ٢٦مه) شاوخوا څلور بجې د کندهار ولايت په مقام کې له يوې غونډې وروسته چې په کې د کندهار د امنيتي چارواکو ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر هم ګډون درلود، په يوه داخلي وسله وال بريد کې د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق او ددغه ولايت د ملي امنيت رييس جنرال عبدالمؤمن حسين خېل ووژل شول او د والي زلمي ويسا په ګډون يو شمېر کسان ټپيان شول چې

وسله والو طالبانو ددغه بريد مسووليت ومانه .

 تېره شپه ولسمشر غني د کندهار حالت د کنټرول لپاره د ملي امنيت د لوى رئيس په مشرۍ يو لوړرتبه امنيتي پلاوى او د کومانډو ځواکونه دغه ولايت ته تللى دى.

معصوم ستانکزي نن په کندهار کې ديوې غونډې پر مهال ويلي، چې د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندان روغتيايي حالت هم ښه دى او په غونډه کې يې دوى سره ګډون کړى و.

دغه راز پرون د پوليسو د ٤٠٤ زون د قوماندان نبي الهام د وژل کېدو اوازې هم وې، خو اوس ويل کېږي، چې د هغه وضعيت هم ښه دى.