کابل (پژواک، ٢٩ تله ٩٧): ادريس زمان د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال په توګه ټاکل شوى دى.
تر دې مخکې حکمت خليل کرزي په دغه پُست کار کاوه، خو نوموړي څو ورځې مخکې له خپلې دندې استعفا وکړه.
يوې حکومتي سرچينې د تلې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ادريس زمان د حکمت کرزي ځاى ناستى ټاکل شوى دى.
په خپله ادريس زمان هم پژواک ته ومنله چې پر دې دندې ټاکل شوى، خو نور جزئيات يې ورنه کړل.
ادريس زمان تر اوسه پورې د افغانستان د سولې او شخړو د هواري د يوې غير دولتي ادارې د اجرائيوي رييس په توګه دنده ترسره کوله. دغه راز نوموړي د سولې او يووالي له يوې بلې ادارې سره همکاري لرله.
login or register a new account.