ژبه

د امريکا مرستيال ولسمشر اشرف غني ته د ټاکنو ترسره کېدو مبارکي ویلې

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٧): د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پينس په يوه ټيلېفوني اړيکه کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته په برياليتوب سره د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کېدو مبارکي ورکړې ده.

له سپينې مانۍ په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا اړيکه تېره شپه نيول شوې او دواړو مشرانو د ټاکنو په ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او دا يې بريالۍ پروسه وګڼله.

د امريکا مرستيال ولسمشر ويلي چې  د طالبانو له ګواښونو سره سره ګڼ شمېر افغانانو په دې ټاکنو کې ګډون وکړ.

مايک پينس د افغانستان حکومت او افغانانو ته مبارکي ورکړې، امنيتي ځواکونو او د ټاکنو د کمېسيون کارکوونکو ستاينه کړې چې ټاکنې يې ترسره کړې.

له ارګه هم په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پينس د ټاکنو  ترسره کېدو مبارکي ورکړې ده.

سرچينې زياته کړې چې دغه راز نوموړي د کندهار پر پېښې خواشيني څرګنده کړې ده.

login or register a new account.