کابل (پژواک، ٢ لړم ٩٧): په افغانستان کې د چین سفير ليو جين سونګ د حزب اسلامي له مشر حکمتيار سره پر ټاکنو او د سولې پر پروسې خبرې کړې دي.
د حزب اسلامي مطبوعاتي دفتر له خوا د لړم په٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې چې نن له غرمې مخکې د حزب اسلامي د مشر په هستوګنځي کې ترسره شوه، په کې د ولسي جرګې د ټاکنو په ترسره کېدو، د ولسمشرۍ پر راتلونکو ټاکنو، له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو پر بهیر او د افغان سولې په پروسه کې د چین هېواد پر رول خبرې وشوې.
د چین سفير په دې ليدنه کې ويلي، دا يې مسووليت دى چې له خپلو ګاونډیو په ځانګړې توګه له افغانانو سره ښې اړیکې ولري او هر راز ممکنه همکارۍ ورسره وکړي.
هغه زیاته کړې چې هېواد يې له افغانانو سره اوږدمهالو مرستو ته ژمن دی.
د حزب اسلامي شمر حکمتیار د چین سفیر ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ له نوموړي وغوښتل چې د جګړې د پای ته رسولو او سولې په برخه کې له افغانانو سره همکاري زياته کړي.
حکمتيار د ولسي جرګې په ټاکنو کي د بېلابېلو لورو له خوا پراخو درغلیو ته اشاره وکړه او په دې اړه يې خپلې اندېښنې ورسره شريکې کړې.
د حزب اسلامي مشر ويلي، که څه هم د ټاکنو په پروسه کې په پراخه پيمانه نيمګړتیاوې او درغلۍ موجودې وې، خو انتظار کوي چې د ټاکنو پايلې څرګندې شي.
ده زياته کړې: ((له هغه وروسته به بیابه وګورو چي د نوماندانو غبرګون څه دی، له هغه وروسته به د نورو سیاسي ګوندونو په مشوره ګډ تصمیم ونیسو.))
د حزب اسلامي مشر د چین سفیر ته ډاډ ورکړ چې د سولې په پروسه کې همکاري کوي او د جګړې د پای ته رسېدو او بين الافغاني سولې په برخه کې به د پخوا په شان خپلې هڅې جاري وساتو .
حکمتيار څرګنده کړه: ((موږ او ټول افغانان تلپاتې سولې ته رسېدو غوښتونکي يو او د داسې سولې طرفدار يو چې باعزته وي او پايلې ئې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.))
د هغه په وينا، حزب اسلامي تر اوسه د جمهوري ریاست د نوماند په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې او په دې اړه له سیاسي ګوندونو او (ملي يووالي سترې مجمع) سره له تفاهم او مشورې وروسته به خپله پرېکړه اعلان کړي.
login or register a new account.