ژبه

کابل کې وژل شوى امريکايي سرتېرى پخوا دامريکا د يوه ښار ښاروال و

کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٧) : په کابل کې ديوه افغان سرتېري له خوا وژل شوى امريکايي سرتېرى دامريکا د يوه ښاروال پاتې شوى و.

دا پېښه پرون د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګرپه هغه نظامي برخه کې رامنځته شوه چې په کې افغان او امريکايي سرتېري مېشت دي.

په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو ويلي چې يو افغان سرتېري پر امريکايي سرتېرو ډزې کړې وې، چې له امله يې يو سرتېرى ووژل شو او بل يې ټپي شو.

د نورو افغان سرتېرو پر ډزو ياد بريدګر هم وژل شوى و.

امريکايي رسنيو ددفاع وزارت د سرچينو په حواله د وژل شوي امريکايي سرتېري هويت په ډاګه کړى دى.

سرچينو ويلي چې وژل شوى امريکايي سرتېرى (برينټ ټيلور) نومېده او دامريکا د يوټا ولايت د نارت اوګدن ښار د ښاروال په توګه يې دنده ترسره کړې وه.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړى چې له نوموړي څخه اووه زامن پاتې شوي.

په راپور کې راغلي، چې نوموړي په دې وروستيو کې د ښاروال په توګه خپله دنده پرېښې وه او په افغانستان کې له امريکايي  ځواکونو سره يو ځاى شوى و.

د يادونې ده،په کندهار ولايت کې افغانستان کې دامريکايي ځواکونو د قوماندان جنرال سکاټ مېلر په شتون کې د کندهار د امنيه قوماندان تر وژل کېدو وروسته پر امريکايي ځواکونو بريدونه زيات شوي دي.

له کندهار او هرات ولايتونو وروسته د کابل درېيمه پېښه وه چې افغان سرتېري پر امريکايي ځواکونو بريدونه کوي.

تر يادو پېښو وروسته امريکايي او ناټو ځواکونو له افغان ځواکونو سره مخامخ اړيکې کمې کړې دي او ويل کېـږي چې دوى د ټيلېفون يا ايميل له لارې اړيکې نيسي.

په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت وياند ډګروال نوټ پيټرز  د لړم په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته ويلي و چې حالاتو ته په کتو ناټو د خپلو ځواکونو د امنيت خوندي کولو لپاره ځينې اقدامات کړي دي.

login or register a new account.