کابل (پژواک، ١٤ لړم ٩٧) : د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې له افغان چارواکو سره په ليدنو کې په خپل وخت د افغانستان پر ولسمشريزو رڼو ټاکنو ټينګار کړى دى.
په کابل کې دامريکا د سفارت له خوا دلړم په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سوېلي او مرکزي اسيا په چارو کې د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې ايلس وېلز په درې ورځني سفر کابل ته راغلې وه.
سرچينې زياته کړې چې نوموړې په کابل کې له افغان چارواکو، سياسيونو او نړيوالو همکارانو سره ليدلي دي .
په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه سفر په ترڅ کې هغې د ټاکنو له کمېسيون سره د مرستې لپاره د متحده ايالاتو او نورو تمويلوونکو هېوادونو پر چمتووالي ټينګار وکړ ، تر څو رڼې، باوري او په خپل وخت ولسمشريزې ټاکنې ترسره کړي او ډاډه شي چې ټول افغانان کولی شي په خوندي توګه په رايې اچونه کې ګډون وکړي.
د امريکا سفارت ويلي چې مېرمن وېلز په خپلو ليدنو کتنو کې د افغانستان په اړه په جنيوا کې د کېدونکي کنفرانس په هکله هم تفصيلي خبرې کړې دي.
هغې ټينګار کړى چې د افغانستان د ملاتړ لپاره د متحده ایالاتود ژمنو يوه برخه د هغو پرمختګونو پراساس دى چې موخه يې د فساد پر وړاندې مبارزې په ګډون د حکومت روڼتیا او حساب ورکولو وده ده.
په خبرپانه کې راغلي، د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې مېرمن وېلز د ولسمشر غني، اجراييه رييس عبدالله، د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وزير ادريس زماني، د مالي وزارت سرپرست وزير محمد همایون قیومی، د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د غړو، افغان مشرانو او د مدني ټولنې له غړو سره خبرې اترې کړې دي .
سرچينې ويلي، هغې په افغانستان او سيمه کې د سولې، امنيت او اوږدمهاله ټيکاو څخه د متحده ايالاتو او نړيوالې ټولنې د روان ملاتړ په اړه د نړيوالو همکارانو سره هم ليدنې او خبرې کړې دي .
ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې د ١٣٩٨ لمريز کال د وري په مياشت کې ترسره شي، خو کمېسيون کره نېټه نه ده اعلان کړې.
login or register a new account.