کابل (پژواک، ١٤ لړم ٩٧) : د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي چې ګوند يې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د روان بحران د حل او د جګړې د پای ته رسېدو په موخه برخه واخيسته.
د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتره د لړم په ١٤مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حکمتيار دغه څرګندونې نن د بلخ ولايت له يو شمېر ځوانانو سره په کتنه کې وکړې او په دې ليدنه کې يې د هېواد روان وضعيت او د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو په اړه تفصيلې خبرې وکړې
حکمتيار زياته کړې: ((موږ په ټاکنو کې د هېواد د بحران د حل او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره برخه واخيسته او که ټاکنې رڼې وای، درغلي نه کېدلی او د خلکو رايو ته احترام کېدلی، باور لرم چې مطلق اکثريت رایې به حزب اسلامي ګټلې وې.))
د هغه په وينا، حزب اسلامي په دې ټاکنو کي ښه وځلېد، ټاکنې له ټولو نیمګړتیاوو سربېره د مبارزې یو فرصت و او له دې فرصت ښه کټه پورته شوه.
نوموړي ويلي، سره له دې چي د ټاکنو مدیريت خورا کمزوری و، په دې پروسه کې ښې ډېرې تېروتنې او پراخ تقلب وشو، خو د حزب اسلامي نوماندان وتوانیدل چي ښې رايې ترلاسه کړي او اوس د نوماندانو غوښتنه داده چې د دوی رایو ته درناوی وشي او د غېر بايو مټریک رایو د شمېرلو مخه ونیول شي.
د حزب اسلامي مشر وايي، داد حزب اسلامي لومړى او بريالۍ تجربه وه، په ټولو ولایتونو کې يې د ۳۰۰ په شاوخوا کې نوماندان درلودل او هېڅ بل ګوند دا وړتيا نه لري چې دومره نوماندان ودروي.
حکمتيار زياتوي، او اوس ټولو سياسي ګوندونو توافق کړی چې غير بايومټريک رايې باید باطلې اعلان شي.
د هغه په وينا، که څه هم د بايومټريک استعمال ډېر اسانه کار دی، خو له دې ماشين څخه په قصدي توګه غلطه استفاده وشوه او که دې وسايلو تخنيکي عوارض نه درلودلى او په آن لاين ډول ترې استفاده شوې وه، نو پايلې به يې تر دې هم ښې وې.
login or register a new account.