د مشرانو جرګې ددفتر رييس ضياء الرحمن ضياء د لړم په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې مسلميار نن په ارګ کې ولسمشر اشرف غني سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، مسلميار ولسمشر سره د ننګرهار اسلامي پوهنتون په اړه د ختيځ مېشتو او په ځانګړي ډول د ننګرهار د خلکو، مدني فعالانو، مبارزو ځوانانو او د نظر د خاوندانو وړانديزونه او نظريات شريک کړل .
مسلميار زياته کړې : (( موږ او ننګرهاري ولسونه د نړيوال اسلامي پوهنتون کابل ته د را انتقالولو سره مخالف يوو او حکومت بايد په دې اړه زموږ مسلم حق له پامه ونه غورځوي او له دې ستر معنوي ارزښت څخه بايد بې برخې پاتې نه شو.))
د هغه په وينا، دغه راز يې د ننګرهار او لغمان د برېښنا دايمي حل لپاره هم تفصيلي بحث وکړ او ويې غوښتل چې د يادې ستونزې د جدي حل لپاره ګړندي ګامونه پورته شي، ځکه د برېښنا ستونزه د يادو ولايتونو خلکو ته يو سرخوږی جوړ شوی او په خپله شته برېښنا کې تورتم ته ناست دي.
سرچينې ويلي، ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې وويل چې د نړيوال اسلامي پوهنتون جوړېدل به ننګرهار او په ټوله کې ختيځه سيمه لا د پرمختګ، سوکالۍ، امن او علميت تر هسکه ورسوي.
هغه زياته کړې، که نړيوال اسلامي کنفرانس د ياد پوهنتون د جوړېدو په اړه ملاحظه ونه لري نو دى يې هم په ننګرهار کې د جوړېدو طرفدار دى، ځکه هم ننګرهار کې ځمکه ورته ځانګړې شوې او هم دى د متوازن پرمختګ پلوي دى او نه غواړي چې د لوی ننګرهار د ولسونو حق تلف شي.
ولسمشر په دې ليدنه کې ټينګار وکړ او ويې ويل هغه چا چې ورته دغه ډول ناسم معلومات رارسولي چې ګواکې نړيوال اسلامي کنفرانس يې په ولايت کې پر جوړېدو ملاحظه لري که دا پرې ثابت شي، له هغوی سره به هم قانوني چلند وکړي.
د مشرانو جرګې رييس ويلي، چې ولسمشر غني ورته د برېښنا د دايمي حل لپاره بشپړ ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د ننګرهار او لغمان د خلکو دغه ستونزه ورته د منلو وړ نه ده چې هر وخت دې پر دغو دوه ولايتونو برېښنا قطع وي.
ولسمشر زياته کړې : (( موږ به په خپل ټول قوت د يادې ستونزې د حل او خپلو خلکو ته د خدمت د ژمنتيا او برابرۍ اصل د پلي کېدا په پار ګړندي او جدي ګامونه واخلو او ډېر ژر به په دې اړه ننګرهار او لغمان مېشتو خلکو ته يو ښه زېری هم ولرو.))
د يادونې ده، چې د سيمې زورواکو او وسله و الو مخالفينو له تېرې شاوخوا نږدې يوې نيمې مياشتې راهيسې د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې د ننګرهار او لغمان برېښنا لينونه پرې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله نن د وزيرانو شورا ته ويلي، چې اسلامي پوهنتون به کابل کې جوړېږي ، خو دوه پوهنځي به يې په ننګرهار کې وي.