ژبه

ولسمشر په اروزګان کې د ملکي تلفاتو څېړلو لپاره پلاوى لېږلی

کابل (پژواک، ١٤ لړم ٩٧): ولسمشر اشرف غني په اروزګان ولايت کې د ملکي تلفاتو په اړه د څېړنو لپاره يو لوړ پوړى پلاوى دغه ولايت ته لېږلى دى.

د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي د لړم په ١٤مه په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې په دې اړه د ولسمشر د حکم يوه کاپي خپره کړې ده.

په دغه حکم کې راغلي چې په اروزګان ولايت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د پېښو څېړلو لپاره د ولسمشر د سلاکار اسدالله فلاح په مشرۍ يو پلاوى دغه ولايت ته ولېږل شو.

سرچينې زياته کړې چې په دغه پلاوي کې د ولسمشر نور مرستيالان هر يو ډاکتر محمد رسول طالب، محمد عزيز بختياري، مولوي محمد جوره طاهري، مولوي محي الدين بلوچ، عيد محمد احمدي، محمد علم راسخ او مولوي سيد رحمان حقاني شامل دي.

دغه راز په دغه حکم کې راغلي چې له یاد پلاوي سره د ملي دفاع وزارت، د کورنيو چارو وزارت، د ملي امنيت لوى رياست، د لويې څارنوالۍ، سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د چارو ادارو استازي هم شامل دي.

د يادونې ده، د اروزګان ولايت د خاص اروزګان په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او د غير مسوولو وسله والو د قوماندان شجاعي ترمنـځ نښتې شوې وې چې له امله يې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په دغه بريد کې شجاعي هم ټپي او مرستيال يې وژل شوى و.

بلخوا ځينې سرچينې وايي چې شجاعي د سيمې پر اوسېدونکو بريدونه کړي او هغوى يې وهلي ډبولي او مرګ ژوبله يې هم ورته اړولې ده.

د يادونې ده، له تېرو شپږو کلونو راهيسې د غير مسوولو وسله والو قوماندان شجاعي د سيمې پر اوسېدونکو ظلمونه کوي، پخوا د کورنيو چارو وزارت د هغه د نيولو امر هم کړى  و، خو په دغه کار کې ناکام شوى و.

ويل کېږي چې په کابل کې ځينې سياسي کړۍ د شجاعي ملاتړ کوي.

login or register a new account.