کابل (پژواک، ١٥ لړم ٩٧) : دافغان سولې د خبرو اترو لپاره دامريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله اسلام اباد ته رسېدلې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو و زارت وياند ډاکتر فيصل د لړم په ١٥مه، په ټويټر کې ليکلي چې دسوېلي او منځني اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله مېرمن ايلس وېلز نن سهار اسلام اباد ته رسېدلې ده.
نوموړي زياته کړه چې هغه به د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او د اقتصاد له وزير اسد عمر سره جلا جلا وګوري.
بلخوا نورو سرچينو ويلي چې مېرمن ويلز به دپاکستان له لومړي وزير عمران خان او د پوځ له مشر جنرال باجوه سره هم وګوري.
اسلام اباد ته تر سفر مخکې مېرمن ويلز په کابل کې له ولسمشر اشرف غني، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال ادريس زمان او يو شمېر سياسيونو سره دافغان سولې په اړه تفصيلي خبرې کړې دي.
login or register a new account.