کابل (پژواک، ١٥ لړم ٩٧) : ولسمشر اشرف غني په امريکا کې د افغانستان پخواني سفير ډاکټر حمدالله محب او په پاکستان کې پخواني سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال ته د غازي وزير محمد اکبر خان دولتي مډالونه ورکړل.
له ارګ څخه د لړم په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې مراسمو کې چې نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي و، د جمهور ريیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر په دې اړه د هېواد د جمهور ريیس جلا فرمانونه ولوستل.
ولسمشر د یادو مډالونو له ورکړې وروسته وویل، نن د هېواد د ډيپلوماسۍ دستګاه هغه دوه پیاوړي سفیران چې له ملي ګټو څخه ژور درک لري، تقديروي.
هغه زیاته کړه، ډاکټر حمدالله محب په داسې یوه مقطع کې امریکا کې د سفیر په توګه وټاکل شو چې د باور فضا مغشوشه وه، خو دى په خپلو هڅو او د اړیکو په جوړولو سره وتوانېد چې د دغه هېواد په سیاسي ناستو کې د افغانستان انځور ته مثبت تغیر ورکړي.
ولسمشر وویل، ډاکتر زاخېلوال په داسې شرایطو کې پاکستان ته د سفیر په توګه ولاړ چې له دغه هېواد سره د خبرو اترو امکانات ډېر کم وو، خو هغه وتوانېد چې د هېواد ملي ګټو ته په پام په ټولو بحثونو کې ارزښتناک او مثبت نقش ولوبوي او د افغانستان د حکومت او خلکو برحق دریځ ثابت کړي او همداراز په څلوراړخیزو ناستو کې د هغه نظرونه موثر وو.
اشرف غني په امریکا او پاکستان کې افغان کډوالو ته د رسیدګۍ او دا چې په دغو هېوادونو کې یې د افغانستان سفارتونه د افغان کډوالو پر کور بدل کړي دي د دواړو ډیپلوماټانو د هڅو مننه وکړه.
همداراز ډاکتر حمدالله محب د جمهور ريیس باور څخه په مننې وویل، دغه باور ورته د دې جرأت راوباښه چې په خلاص لاس کار وکړم او دا په حقیقت کې پر یو نسل اعتماد و او نه پرېږدو چې دغه اعتماد له منځه لاړ شي.
وروسته ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د جمهور ريیس له اعتماد څخه په مننې وویل، نن د افغانستان سفارت د مشورې پر مرکز بدل شوی، د کډوالو ستونزو ته رسېدګي کېږي او دا لاسته راوړنه د جمهور ريیس له اعتماد پرته ناشونې وه
login or register a new account.