ژبه

د سولې عالي شورا پلاوى مسکو ته روان شو

کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٧): د سولې عالي شورا پلاوى د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه کې د ګډون په موخه روسيې ته روان شو.

د افغانستان د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سولې شورا څلور کسيز پلاوى د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.

هغه زياته کړه چې د پلاوي مشري حاجي دين محمد کوي او په کې مېرمن حبيبه سرابي، عبدالخبير اوچقون او مولوي عطاءالرحمن سليم شامل دي.

سيد  احسان طاهري وايي چې پلاوى د افغانستان د حکومت او خلکو په استازيتوب ګډون کوي.

هغه زياته کړه چې د مسکو د غونـډې اجنډا د افغانستان سوله او د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پيلول دي.

نوموړي وويل چې دا غونډه سبا د جمعې په ورځ پيلېږي چې په کې د ١٢ هېوادونو استازي ګډون کوي.

د هغه په وينا، ټاکل شوې وه چې دا غونډه د روان زېږديز کال د سپټمبر په څلورمه ترسره شي، خو د افغانستان د حکومت په غوښتنه ځنډول شوې وه.

د سولې شورا وياند وايي چې د سولې ټولې هڅې د افغانستان په مشرۍ او مالکيت ترسره کېږي او هېڅ حکومت او بنسټونه نه شي کولى له افغانستان پرته دا پروسه پر مخ بوځي.

login or register a new account.

ورته موضوع