ژبه

د مسکو غونډه او د حاجي دين محمد د انګليسي په اړه فېسبوکي ناندرۍ

کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٧) : د ټولنيزې شبکې فېسبوک کاروونکو د افغان سولې په اړه د مسکو د ناستې پر مهال د سولې عالي شورا د پلاوي د مشر حاجي دين محمد د انګليسي خبرو سخته ننګه کړې او نيوکه کوونکي يې غندلي دي.

د افغانستان د سولې په اړه د روسيې په نوښت پرون په مسکو کې يوه ورځنۍ غونډه جوړه شوې وه چې په کې د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوي، د طالبانو د قطر دفتر پنځه کسيز پلاوي او د امريکا، پاکستان، ازبکستان او ايران په ګډون د ١٢ هېوادونو استازو ګډون کړی وو.

تر يادې ناستې وروسته د روسي تلوېزيون ( آر ټي) ژورنالېست د افغانستان د سولې عالي شورا د پلاوي له مشر حاجي دين محمد څخه ځينې پوښتنې کوي او هغه يې په انګليسي ځوابوي، خو د خبرو پر مهال د (مهالوېش) انګليسي ترې هېريږي او له خپل بل ملګري پوښتنه کوي چې دې ته په انګليسي کې څه وايي.

ددغو خبرو اترو ويډيو چې کله خپره شوه؛ نو په ټولنيزې رسنۍ فېسبوک کې ځينو کسانو پر حاجي دين محمد له دې امله نيوکې وکړې چې ګوندې په انګليسي نه پوهېږي.

د افغانستان د ملي امنيت پخواني رييس امر الله صالح هم د خلکو د نيکو په ځواب کې په فېسبوک کې يو تفصيلي پوسټ کړى دى.

هغه ليکلي، حاجي دين محمد له يوې داسې کورنۍ سره تړاو لري، چې د  کورنۍ دوه مهم غړي ( انجنير عبدالحق او  حاجي عبدالقدير) يې د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

هغه زياته کړې : (( زه باوري يم، چې حاجي دين محمد په مسکو کې د ا فغانستان له عزت څخه استازيتوب کړى او د خپلو وروڼو پر وينو يې پښه نه ده ايښې.))

صالح ويلي، د فېسبوک ځينو کاروونکو د حاجي دين محمد پر انګليسي نيوکې کړې، دا اړينه نه ده چې په کنفرانسونو کې د ګډون لپاره دې انګليسي حتمي زده وي، حاجي دين محمد بايد له خپل ژباړن څخه استفاده کړى واى .

هغه زياته کړه، دا کومه لويه ستونزه نه ده، مهمه داده چې هغه د افغانستان له عزت، ملي يووالي او د افغانستان د لاسته راوړنو  په اړه خبرې وکړي او هغه خامخا کړي، مهمه نه ده چې په کومه ژبه يې کړې دي.

د فېسبوک بل کاروونکي مشتاق رحيم ليکلي، روسي رسنۍ تل هڅه کوي چې له مرکه کوونکي څخه د خپلې خوښې خبرې راوباسي او څو ځلې يې له ده سره هم دغه کار کړى دى.

هغه زياته کړې، د حاجي دين محمد دې کور ودان وي چې سره د ټول فشار يې هغه څه وويل چې     غوښتل يې.

مشتاق رحيم وايي : (( راځوو د حاجي صېب انګريزي ته! تېر کال مې هند کې کلتوري غونډه کې مقاله لوسته. د خبرو پر مهال رانه هېر شوو چې بورۍ ته انګريزي کې څه وايي. له سټېج نه مې ور غږ کړل “بورۍ ته څه وايي”. هېچا ونه خندل، کله مې چې ويډيو په فېسبوک کې اپلوډ کړه نو ډېرو راته وليکل چې دې غږ دې سخت خوند وکړ. نو د حاجي صېب غږ سخت خوند وکړ.))

د فېسبوک ګڼ شمېر کاروونکو پر هغو کسانو سختې نيوکې کړې چې په خپلو ليکنو او څرګندونو کې يې د يوه سپين ږيري افغان مشر په توګه د حاجي دين محمد سپکاوى کړى دى

بهيج عثماني بيا ګواښ کړى چې په ملګرو کې يې که چا د حاجي دين محمد په انګرېزي پورې خندلي وي او پوسټ يې په مخه راشي له ملګرتيا يې وباسي.

هغه زياته کړې : (( له هغې انګرېزي څخه چې زما په هېواد کې يې ۹۹٫۹٪ د پوهنتون استادان او جلالت‌مآبان وايي په انګرېزي ژبو هېوادونو کې يې د ټټيو او تشنابونو پاکوونکي ډېره ښه وايي.))
د قسيم صديقي په نامه يو تن ليکلي، د يو پرمختللي هېواد پاکستان د کورنيو چارو وزير د  سورة اخلاص په غلط ويلو نه شرمېږي، خو د جنګ ځپلي هېواد يو سپين ږيري چې د سولې راتلو لپاره کچکول په لاس ګرځي پر انګليسي يې ريشخند وهي.

عبداالله کامه وال بيا ليکلي چې سولې ته کار او سوله راوستل د همداسې درنو شملورو او معززو مشرانو کار دی نه د سپکو  خلکو .

شاه محمود ستانکزى بيا وايي چې ځينې پردي پال مشران توهينوي ، انګليسي دومره مهمه نه ده، حاجي دين محمد په پښتو ادبياتو کې ماسټري لري.

محمدعاطف بيا په فېسبوک کې ليکلي، چې حاجي دين محمد د انګليسي ژبې  زده کړو يا روزنې ته نه و تللى او نه هم انګليسي دومره اړينه ده، سوله مهمه ده.

هغه زياته کړې چې چينايان، جاپانيان، جرمنيان، فرانسويان او د ډېرو نورو هېوادونو وګړي انګليسي نه زده کوي.

سعيد زابلي بيا ليکلي : ((ځينې خلک د تېروتنې او پوښتنې توپير هم نه شي کولی، ځکه حاجي دين محمد تېروتنه نه، بلکي پوښتنه کوي، تر څو سم ځواب ورکړي او تېروتنه ونه کړي، مګر حيف دا چې روشنفکرانو دا تېروتنه وبلله.))

وارث همت بيا د حاجي دين محمد پر انګليسي له نيوکه کوونکو پوښتنه کړې چې په انګليسي کې کورت او بړستن ته څه وايي!

د محمد نظيف په نامه د فېسبوک يو تن کارکوونکي د حاجي دين محمد پر انګليسي د نيوکې پر مهال ليکلي، دا د حکومت لپاره د شرم او خجالت خبره ده چې په نړيواله کچه غونډې ته داسې خلک لېږي.