ژبه

“د مسکو کنفرانس دې د طالبان او افغان حکومت ترمنځ د نېغو خبرو لپاره غږ پورته کړي”

کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٧): د مسکو په غونډه کې د افغانستان د سولې عالي شورا مشر يو ځل بيا پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې نېغ په نېغه خبرې اترې پيل کړي.

د افغانستان د سولې او امنيت په اړه د مسکو کنفرانس ته د افغانستان د سولې عالي شورا د پلاوي مشر حاجي عزيزالله دين محمد پرون په مسکو کې د افغان سولې جوړې شوې غونډې ته په وينا کې کړې دي.

په دې غونډه کې چې د روسيې په نوښت جوړ شوې وه، د طالبانو د قطر دفتر د پنځه کسيز پلاوي په ګډون د امريکا، پاکستان، ازبکستان او ايران په ګډون د ١٢ هېوادونو استازو ګډون کړی و.

هغه زياته کړه چې د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې لپاره صلاحيت لرونکی نماينده ارګان دی. د ملت د اکثريت برخې استازولي کوي او  نن د افغانستان د خلکو په استازيتوب يې په دغه کنفرانس کې ګډون کړى دى.

نوموړي له روسيې مننه وکړه چې دا زمينه يې برابره کړه چې د افغانانو په ګډون د سیمې هېوادونو استازي دلته سره جرګه شي او په افغانستان کې د وینې تویېدو د مخنیوي لپاره پر لارو چارو غور وکړي.

هغه زياته کړه، د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د سولې عالي شورا د ټولو هغو هلو ځلو چې په سیمه ییزه یا نړیواله کچه کېږي، قدرداني کوي او د مننې تر څنګ د دغسې ناستو د مثبتو او محسوسو نتايجو تر څنګ د روڼوالي غوښتنه هم کوو.

حاجي دين محمد وويل، په افغانستان کې روانې جګړې د افغانانو ژوند نهايت تريخ کړی او د افغانستان روانې بې ثباتۍ پر سيمه او نړۍ هم اغېز کړی او زیاتوي چې د افغانستان فرد فرد له دغې جګړې ستړی دی.

د سولې شورا د پلاوي مشر وويل، د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې د باصلاحيته او د خلکو د نماينده ارګان په حيث تل د جګړې د پای ته رسولو لپاره هېڅ راز هڅې نه دي سپمولې او په دې اړه يې په وار وار پر حکومت او طالبانو غږ کړی چې د جګړې بندولو لپاره دې د سياسي حل په هڅو کې شي او ټول هغه مسايل چې اختلافي دي او د جګړې باعث ګرځېدلي، د خبرو په مېز دې بحث پرې وشي.

هغه زياته کړې: ((موږ د پخوا په څېر يو وار بې د دغه کنفرانس له لارې له طالبانو او حکومته د بې قيد وشرطه مذاکراتو پيلولو هيله کوو او غوښتنه کوو چې دغه کنفرانس دې د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د مستقيمو مذاکراتو لپاره غږ پورته کړي.))

د هغه په وينا، د بهرنيو ځواکونو حضور، طالبان  د سياسي پروسې برخه جوړېدل، اوربند اعلانول، د بنديانو ازادول او په اساسي قانون کې له معلومو قانوني لارو تعديل راوستل هغه مسايل دي چې له دې مخکې د افغانستان حکومت ورته رضايت ښودلی دى.

نوموړى وايي، نو پر همدې اساس د سولې عالي شورا د دغه کنفرانس له غړو او د طالبانو له استازو يو وار بيا هيله کوي چې د جګړې د پېچلتيا او لا ډېرو انساني تلفاتو د مخنيوي په خاطر دې د مستقيمو مذاکراتو او بين الافغاني پروسې لپاره خپل غږ پورته کړي او رضايت وښيي.

ده زياته کړې: ((افغانانو د نړۍ په هېڅ ترهګريزه پېښه کې لاس نه ده لرلی، په همدې اساس خپلو ګاونډيانو، د سيمې هېوادونو او نړيوالو ته ډاډ ورکوو چې که په افغانستان کې سوله راشي، د نړيوال امن او ثبات لپاره به لا ډېر پراخ رول ادا کړو.))

login or register a new account.