ژبه

خليلزاد دسولې په اړه له عبدالله او رباني سره هم مشورې وکړې

کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٧) : د افغان سولې لپاره دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سولې په اړه د خپلو مشورو او ليدنو په دوام له اجراييه رييس ډاکټر عبدالله او د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني سره هم ليدلي دي.

خليلزاد د سولې په اړه ددويم پيل کړي سفر په ترڅ کې له تېرو څو ورځو راهيسې په کابل کې دى او تر اوسه يې له ګڼ شمېر حکومتي او سياسي مشرانو سره ليدلي دي.

د اجراييه رياست له مطبوعاتي دفتر څخه د لړم په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خليلزاد پرون ډاکټر عبدالله سره هم د سولې په اړه خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، خليلزاد د خپلو هڅو په اړه ډاکټر عبدالله ته معلومات ورکړل او ژمنه يې وکړه چې امريکا دافغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

عبدالله د خليلزاد د هڅو ستاينه کړې او د سولې په پروسه کې د ټولو افغانانو په ښکېلتيا يې ټينګار وکړ.

د يو بل خبر له مخې، خليلزاد د بهرنيو چارو سرپرست وزير او د جمعيت اسلامي ګوند له مشر صلاح الدين رباني سره هم د سولې د پروسې په اړه خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې،دواړو خواوو د افغانستان او سيمې پر سياسي او امنيتي حالاتو هم بحثونه وکړل.

خليلزاد تر دې مخکې ولسمشر اشرف غني، د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار، د جنبش مشر عبدالرشيد دوستم ، د جمعيت اسلامي ددارالانشاء رييس عطاء محمد نور او يو شمېر نورو سياسي مشرانو سرهم ليدلي دي.

ټاکل شوې ده، چې په افغانستان کې تر ليدنو کتنو وروسته به هغه پاکستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته هم ولاړ شي.

login or register a new account.