زرنج (پژواک، ۲۲ لړم ۹۷): په نیمروز کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې د دغه ولایت په چهاربُرجک ولسوالۍ کې پرکمال خان برېښنا بند د وسله والو طالبانو په برید کې د یاد بند ۱۲ ساتوونکي وژل شوي دي.
یادې سرچينې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د کمال خان برېښنا بند پر تاسیساتو پراخ برید وکړ.
د هغه په وینا، دې نښته کې د کمال خان بند ١٢ ساتوونکي پولیس وژل شوي دي.
هغه وویل چې په یاده نښته کې یو طالب هم وژل شوی دی.
پژواک هڅه وکړه څو د نیمروز ولایت امنیتي چارواکو نظر تر لاسه کړي؛ خو ځواب ورکولو ته حاضر نه شول.
په ورته مهال د نیمروز په دلارام کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د څلورمې لوا مطبوعاتي مسوول جګړن محمد رضا رضایي وویل چې په خاشرود ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پېښې له امله د دولت پنځه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د هغه په وینا، د میوند ۲۰ په نوم دې پیل شوو عملیاتو کې تر اوسه پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړه: ((د طالبانو یو مهم قوماندان ملاسیف الله هم په وژل شوو کسانو کې شامل دى. ))
هغه همداراز یادونه وکړه چې د عملیاتو په ترڅ کې د منار خاشرود سیمه له طالبانو پاکه شوې ده.
رضایي همداراز په ډاګه کړه چې په دې عملیاتو کې د ملي اردو ځواکونو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي وايی چې دوی برید د کمال خان بند څخه لرې کړی و او یاد امنیتي کسان بند پورې تړاو نه درلود.
هغه زیاته کړه: (( موږ د ټولګټو پروژو مخالف نه یو داد حکومت تش تبلیغات دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن