ژبه

پوليس: د کابل ښار د ودونو په يو هوټل کې د دوو نجونو مړي موندل شوي

کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٧): د کابل پوليسو وايي چې د ودونو له يوه هوټل څخه د دوو نجونو جسدونه موندل شوي او پېښه تر څېړنو لاندې ده.

په کابل کې د پوليسو د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ وياند بصير مجاهد د لړم په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه درې شپې مخکې د کابل ښار د (ستاره شهر) ودونو په هوټل کې رامنځته شوې وه.

هغه زياته کړه چې د شپې له خوا د ياد هوټل يوه ساتونکي له يوې خونې د ماشوم ژړا اوري او بيا د هوټل مالک خبروي.

د مجاهد په وينا، د هوټل مالک پوليسو ته خبر ورکوي او پوليس دغه خونه چې د ريموټ په وسيله خلاصېږي، تر خلاصولو وروسته هلته د دوو نجونو جسدونه او يو بل تن د بې هوښۍ په حالت کې پيدا کوي.

د پوليسو وياند وايي چې له يادې خونې ماشوم ژوندى ژغورل شوى او بې هوښه شوى کس د هوټل مدير و چې روغتون ته يې وړی.

هغه زياتوي چې تر درملنې وروسته اوس د هوټل مدير تر پلټنو او څېړنو لاندې دی او له څېړنو وروسته به یې په اړه معلومات له رسنيو سره شريک شي.

مجاهد وويل چې د مړو شوو نجونو جسدونه عدلي طب ته لېږل شوى دى.

د نوموړي په وينا، په ياده شپه په هوټل کې د واده او يا بل کوم پروګرام نه و او اټکل کېږي چې هلته غیر اخلاقي کارونه کېدل.

خو د ياد هوټل مالک مولا محمد پيمان پژواک ته وويل چې يو کس له خپلې مېرمنې او يوې بلې ښځې سره يادې خونې ته ورغلي وو چې بيا دواړه ښځې مړې شوې دي.

هغه په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

په ټولنيزو شبکو او د خبريالانو په ګروپونو کې هم په دې اړه معلومات  خپاره شوي او يو شمېر کسانو ادعا کړې چې يادو نجونو د (ټابليټ کا) په نامه يو ډول نشه یي ګولۍ خوړلې وې چې له امله يې مړې شوې دي.

خو رسمي سرچينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.