کابل (پژواک، ٣٠ لړم ٩٧): اجرايیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، افغان حکومت او خلک د سولې ملاتړ کوي او د سولې د ټینګښت لپاره هڅې روانې دي خو طالبانو تر اوسه یادو هڅو او غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.
پژواک ته د اجرايیه ریاست په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، اجرايیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله تېر ماښام د فرانسې د پاریس ښار د ساینس په یوه پوهنتون کې ګډون وکړ.
د ایټالیا پخواني لومړي وزیر او د ساینس پوهنتون رییس انریکو لتا او پورفیسور برتراند بدیع د اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هر کلی وکړ.
د پوهنتون رییس په افغانانستان کې سیاسي وضعیت، ټاکنو او سیاسي خبرو اترو ته په اشاره فرانسې ته د دغه هېواد په اهمیت ټینګار وکړ.
اجرايیه رییس «د افغانستان ننني پرمختګ، ګواښونو او ستونزو» تر عنوان لاندې استادانو، محصلینو او ګډونوالو ته خپله وينا وړاندې کړه.
عبدالله خپلې خبرې د افغانستان په وروستیو څلورو لسیزو کې پر تاریخي بدلونونو پیل کړې او ویې ویل، افغانستان په وروستیو څلورو لسیزو کې د سترو او بنسټیزو بدلونونو شاهد دی. پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل د یادو منفي بدلونونو پیل شمېرل کېږي.
نوموړي زیاته کړه: ((له هغه وروسته موږ په افغانستان کې د طالبانو د رامنځته کېدو او د القاعدې شبکې د تروريستي جریانونو د پلېدو شاهددان وو.))
اجرايیه رییس زیاته کړه، په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱ مه د طالبانو او القاعدې له تروريستي بریدونو وروسته د افغانستان او سیمې وضعیت په بنسټز ډول بدلون وموند. د طالبانو له ماتې وروسته افغانستان یو بل انځور پیدا کړ او د نوي اساسي قانون له تصویب او د فرانسې په ګډون د نړیوالې ټولنې له مرستو وروسته په افغانستان کې وضعیت تغیر وکړ او افغان ټولنه په ټولو برخو کې د مثبتو بدلونونو شاهده ده.
نوموړي په اقتصادي، د بیان ازادۍ، پوهنې، بنسټ جوړونې او د ښځو حقونو په برخو کې پرمختګ د یادو بدلونونو د نمونې په ډول یاد کړ.
اجرايیه رییس زیاته کړه، د افغانستان خلک ولسواکۍ ته ژمن او پابند دي او دغه بهیر د خلکو په ملاتړ دوام پیدا کوي.
هغه په بریالیتوب د پارلماني ټاکنو ترسره کېدل د ولسواکۍ د لارې د قوي کېدو لپاره یو ګام وباله او ویې ویل، د ولسمشریزو ټاکنو لپاره چمتو والی روان دی.
login or register a new account.