ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: د افغان سولې لپاره تر بل هر وخت هيله مندي زياته شوې

ملګري ملتونه: د افغان سولې لپاره تر بل هر وخت هيله مندي زياته شوې

author avatar
24 Nov 2018 - 13:48
ملګري ملتونه: د افغان سولې لپاره تر بل هر وخت هيله مندي زياته شوې
author avatar
24 Nov 2018 - 13:48

کابل (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٧): ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د سولې لپاره تر بل هر وخت اوس هيله مندي زياته شوې ده.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) مرستيال او د بشري مرستو مشر ټوباى لانزر پرون په جنيوا کې خبريالانو ته کړې دي.

هغه زياته کړې چې تر اوږدو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د سولې لپاره چانس په لاس ورغلى دی.

نوموړي هيله څرګنده کړې چې د افغان سولې لپاره ټولې نړيوالې هڅې سره همغږې شي او اړونده خواوې يوې پرېکړې ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو دغه استازي په داسې حال کې دا څرګندونې کړې چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هلې ځلې پيل کړې او تر اوسه يې دوه ځلې له طالب استازو او د افغان حکومت له مشرانو سره ليدلي دي.

د افغانستان حکومت هم د سولې د خبرو اترو لپاره ١١ کسيز ټيم د ولسمشر د دفتر د رييس سلام رحيمي په مشرۍ ټاکلى دى.

ټوباى لانزر ويلي، که څه هم ځينې ضد  او نقيض خبرې هم شوې دي، خو په ټوليزه توګه د سولې لپاره چانسونه او هيلې زياتې شوې دي.

هغه په دې برخه کې د نورو جزئيات له ورکولو ډډه کړې خو په ډاګه کړې یې ده چې په راتلونکو اوونيو کې به په دې اړه نور پرمختګونه وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.