ژبه

امريکايي او چيک سرتېري د افغان سرتېري وژلو په تور محاکمه کېـږي

کابل (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٧) : د امريکا او چيک جمهوريت دوه سرتېري له دې امله محاکمه کېږي، چې يو افغان کومانډو سرتېرى يې تر وهلو ډبولو وروسته وژلى و.

امريکايي رسنۍ نيويارک ټايمز د ليندۍ په ٦مه، خبر ورکړى چې ياده پېښه د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.

د افغان ځواکونو يو کومانډو سرتېري د روان لمريز کال د تلې په ٣٠مه ( د اکتوبر په ٢٢مه) په شينډنډ ولسوالۍ کې  د ناټو پر چيکي سرتېرو ډزې کړې وې او يو سرتېرى يې وژلى و.

راپورونه وايي، د وحيدالله خان په نامه دغه افغان سرتېرى د امريکايي ځواکونو له خوا ژوندى نيول شوى او بيا د چيک جمهوريت ځواکونو ته سپارلى و.

سرچينې ويلي، امريکايي او چيکي سرتېرو دغه افغان سرتېرى په وهو ډبلو سره وژلى و.

امريکايي سرچينو نيويارک ټايمز ته ويلي، دوى د يادې پېښې په اړه څېړنې پيل کړې او ممکن امريکايي او چيکي سرتېري په دې پېښه کې محاکمه شي.

امريکايي پوځي سرچينو زياته کړې، دا به له پلټنو وروسته معلومه شي چې امريکايي سرتېري ددغه افغان سرتېري په وهلو کې لاس درلود که نه .

بلخوا د چيک جمهوريت ددفاع وزارت وياند نيويارک ټايمز ته ويلي، چې سرتېرو يې په وهلو  ډبولو کې لاس نه درلود.

سرچينې زياته کړې، چې دوى هم په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

login or register a new account.