کابل (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٧) : د غير مسوولو او ناقانونه وسله والو قوماندان عليپور د خوشې کېدو په بدل کې څېړنو ته د حاضرېدو او حکومت ته د خپلو ټولو وسلو د تسليمولو په ګډون اته ژمنې کړې دي.
دغه قوماندان چې پر چور، چپاول، غلاوو، غير قانوني پيسو اخيستو، ظلم او قتلونو تورن دى، دوه ورځې مخکې په کابل کې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو، خو د ده د نيولو په غبرګون کې د کابل ښار د بېلابېلو سيمو ترڅنګ په باميان، دايکنډي، هرات او بلخ ولايتونو کې د هزاره قوم پورې تړلو کسانو له تاوتريخوالي ډګ لاريونونه وکړل او د هغه د خوشې کولو غوښتنې يې کولې.
نوموړى پرون د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش په هڅو او شخصي ضمانت خوشې شوى ، خو د ملي امنيت سرچينې وايي چې هغه به په کابل کې وي، بل چېرته نه شي تللى.
عليپور د خوشې کېدو په بدل کې له حکومت سره اته ژمنې کړې دي چې ددغو ژمنو يوه ليکلې کاپي يې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې ده .
په دې ژمن پاڼه کې د عليپور او سرور دانش په ګډون نهو کسانو د ضمانت په توګه لاسليکونه کړي دي.
هغه په لومړۍ کرښه کې ليکلي : (( دا ټولو ته معلومه ده چې انسان له سهوې څخه خالي نه دى، که چېرې له ما تېروتنه شوې وي، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له چارواکو غواړم چې ما وبښي.
نوموړي زياته کړې، خپلې ټولې وسلې، مهمات او نظامي تجهيزات به راجستر او دولت ته به يې تسليم کړم.
عليپور ويلي، که چېرې حکومت او امنيتي ځواکونه وغواړي،حاضر دى چې د يوه سرتېري په توګه د هېواد دملي امنيتي ځواکونو په چوکاټ کې دنده ترسره کړي.
نوموړى وايي، هر کله چې دولتي او امنيتي چارواکي وغواړي، دى به په کابل کې وي او د نورو څېړنو لپاره به حاضرېږي او هره ورځ به د تورونو د ځواب ويلو لپاره ورځي.
هغه زياته کړې، د دولت ټولو قوانينو او اصولو ته درناوى لري او د هېواد له ملي ګټو به دفاع کوي.
علي پور وايي، حاضر دى چې د قومي مشرانو په ضمانت په کابل کې واوسېږي، څو هره ورځ امنيتي ارګانونو ته د ځواب ويلو لپاره حاضر شي.
login or register a new account.