کابل (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٧) په افغانستان کې ناټو ځواکونه وايي چې څلور ورځې مخکې يو امريکايي سرتېرى په نيمروز ولايت کې د القاعدې پر ضد د عملياتو پر مهال په تېروتنې سره د يوه افغان سرتېري له خوا وژل شوى و.
دوه ورځې مخکې امريکايي ځواکونو ويلي و چې په افغانستان کې يې يو سرتېرى وژل شوى، خو دا يې نه و، ويلي چې پېښه چېرته او څه ډول رامنځته شوې ده.
په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت له خوا د ليندۍ په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جاسو په نامه دغه امريکايي سرتېرى څلور ورځې مخکې په نيمروز ولايت کې د يوه افغان سرتېري له خوا وژل شوى و.
سرچينې زياته کړې، لومړنيو پلټنو کې په ډاګه شوې چې دغه پېښه په تېروتنې سره رامنځته شوې او د قصدي عمل هېڅ نښې نښانې نه دي ليدل شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې افغان او امريکايي ځواکونو په نيمروز کې د القاعدې پر ضد ګډ عمليات ترسره کول.
په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال سکاټ مېلر پر دې پېښې خواشيني څرګنده کړې او کورنۍ ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړي.
هغه زياته کړې : (( دغه سرتېرى له خپلو خلکو او هېواد څخه ددفاع په موخه له القاعدې سره په جګړه کې وژل شوى.))
جنرال مېلر ويلي،القاعده،داعش او نورې ترهګرې ډلې اوس هم د ناټو او متحدينو ٤١ هېوادونو امنيت ته ګواښ دي.
login or register a new account.