ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور د پسابند ولسوالۍ اوسېدونکي له اقتصادي کلابندۍ سر ټکوي

د غور د پسابند ولسوالۍ اوسېدونکي له اقتصادي کلابندۍ سر ټکوي

author avatar
2 Dec 2018 - 15:51
د غور د پسابند ولسوالۍ اوسېدونکي له اقتصادي کلابندۍ سر ټکوي
author avatar
2 Dec 2018 - 15:51

 

فیروزکوه (پژواک، ١١ لېندۍ ٩٧): د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د دې ولسوالۍ پر مواصلاتي لارو د طالبانو د ماین کارۍ له امله خلک په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

دوی وايي، امنیتي ځواکونو هم د یادې ستونزې د حل او له لارو د ماینونو د ایستلو لپاره تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی.

د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته ویلي، پسابند تر اقتصادي کلابندۍ لاندې ده او ځينې خوراکي توکي په بازار کې نه پیدا کېږي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکو پژواک ته وویل: اوس تر اقتصادي کلابندۍ لاندې دي او همد اوس وریجې، غوړي او نور خوراکي توکي په بازار کې نه پیدا کېږي او د یو لېتر پطرولو بیه ۱۳۰ افغانيو ته رسېدلې ده.

د پسابند ولسوالۍ یوه اوسېدونکي روزي خان وویل: ((د کال له پیله تر اوسه زموږ ځمکنۍ لارې بندې دي، او ډېر سخت ژوند لرو، په بازار کې د خوراک لپاره هېڅ شی نه پیدا کېږي، که وي هم ډېر قېمته دي، ځکه بازار ته څوک څه نه شي راوړلای.))

د یادې ولسوالۍ بل اوسېدونکي عبدالاحد وویل: ((زموږ په بازار کې وریجې، اوړه، غوړي او نور خوراکي او اړین توکي چې د یو کور اړتیا پوره کړي ډېر په سختۍ پیدا کېږي، دا چې طالبانو په لارو کې ماینونه ځای پر ځای کړي نو ځکه دوکانداران څه نشي راوړلای.))

نوموړي زیاته کړه، همدا اوس د یو لېتر پټرولو بیه ۱۳۰ افغانۍ ده او خلک یې د اخیستو توان نه لري.

په ورته وخت کې د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي د دې په روښانولو چې په پسابند ولسوالۍ کې د زیاتو وسله والو طالبانو شتون د یادو ستونو لامل شوی ومنله چې دغه ولسوالي تر «سختې اقتصادي» محاصرې لاندې ده.

هغه روښانه کړه، د افغان بېسیم مخابراتي شبکه له تېرو دوو میاشتو راهیسې د جنراتور لپاره د سون توکو د نه شتون له امله فعالیت نه کوي.

د هغه په خبره، طالبان له دولت سره پر مخالفت سربېره له خلکو سره هم سخت مخالفت لري، دوی غواړي په دغه کار د خلکو او دولت ترمنځ فاصله رامنځته کړي.

د غور د ولایتي شورا غړي عبدالبصير قادري وویل، له تېرو اتو میاشتو راهیسې طالبانو دې ولسوالۍ ته د بار وړونکو موټرو پر راتلو بندیز لګولی او د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.