کابل (پژواک، ١١ لېندۍ ٩٧): د امريکا د دفاع وزير جيمز ميټس ويلي چې د افغانستان جګړه ختمول غواړي، خو دمګړۍ له دغه هېواده د سرتېرو ايستلو اراده نه لري.
نوموړي چې پرون یې د امريکا د مرکزي دفاعي فورم (نېشنل ډيفنس فورم) ته وينا کوله، په ډاګه کړه چې دوى په افغانستان کې د جګړې ختمول غواړي خو خپل سرتېري له دغه هېواد نه وباسي.
هغه زياته کړې، امريکا په ټول توان هڅه کوي چې په افغانستان کې اوږده جګړه پای ته ورسوي، سیاسي مذاکرات يوې پايلې ته ورسېږي، خو تر اوسه يې په دې اړه پرېکړه نه ده کړې چې خپل ځواکونه په لنډمهال کې له دغه هېواد وباسي.
د مټيس په وينا، په افغانستان کې د سولې راوستل يوازې د امریکا کار نه دی، بلکې طالبان هم باید په دې برخه کې همکاري وکړي.
د ده په خبره، د سیمې هېوادونه او ملګري ملتونه هم باید د افغانستان د سولې له پروسې سره هر اړخیزه مرسته وکړي او دغه هېواد ته ثبات راولي.
د امريکا د دفاع وزير دغه راز زياته کړې چې طالبانو د افغان حکومت د سولې وړاندیز ونه مانه او دوی ثابته کړه چې د افغانانو ژوند ورته ارزښت نه لري.
میټس وايي، د امریکا حکومت غواړي چې د ۴۱ هېوادونو له سرتېرو سره څنګ په څنګ په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ادامه ورکړي.
نوموړي زیاته کړې چې امریکا او یاد هېوادونه په افغانستان کې له ۲۰ ترهګرو ډلو سره په جګړه بوخت دي او دغه ډلې باید ماتې کړل شي.
login or register a new account.