کابل (پژواک، ١٤ لېندۍ ٩٧): د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت زلمي خليلزاد ته په افغان سوله کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړى دى.
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد سيمې ته په خپل درېيم سفر کې پرون اسلام اباد ته رسېدلى دى.
نوموړي لومړى د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې مېرمن تهميه جنجوعه او ورپسې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره ليدلي دي.
ټاکل شوې ده چې هغه د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سر هم وګوري.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فيصل په ټولنيزه شبکه ټويټر کې د دې ليدنو عکسونه خپاره کړي دي.
هغه زياته کړې چې په یادو ليدنو کې زلمي خليلزاد يو ځل بيا په ډاګه کړه چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغان سوله کې د پاکستان د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د فيصل په وينا، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي خليلزاد ته ډاډ ورکړ چې هېواد به يې په افغان سوله کې د همکارۍ تر څنګ خپل مثبت رول ولوبوي.
نوموړي ويلي چې په بهرنيو چارو وزارت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په لويه کچه د افغان سولې په اړه خبرې اترې وشوې.
دا په داسې حال کې ده چې سپينې ماڼۍ او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې ولسمشر ټرمپ په يوه ليک کې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان څخه په افغان سوله کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
ټاکل شوې ده، زلمى خليلزاد له پاکستانه وروسته افغانستان، قطر، متحده عربي امارات، ازبکستان، ترکمنستان او بلجيم ته هم سفرونه وکړي.
login or register a new account.