کابل (پژواک، ١٥ لېندۍ ٩٧): د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله وايي، افغانستان د خوړو د ملي ادارې جوړولو هوډ لري او چین کولای شي په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د اجرائيه رياست له مطبوعاتي دفتره د لېندۍ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکتر عبدالله عبدالله نن د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د چین بازار د تنظیم په چارو کې د چین د جمهوری دولت له وزیر ژنګ ماو سره ولیدل.
سرچينې زياته کړې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ پر سوداګریزوـ اقتصادي اړیکو خبرې وکړې او د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
د چین د بازار د تنظیم په برخه کې د دولت وزیر ژنګ ماو کابل ته د خپل راتګ او له اقتصاد وزارت سره د همکاریو د تفاهم لیک د لاسلیکولو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل چې هېواد یې د افغانستان د تلپاتې پراختیا، په افغانستان کې له پانګونې، اقتصادي او سوداګریزو هڅو ملاتړ او همکاري کوي.
ماو زیاته کړه چې دوی په افغانستان کې د چیني پانګوالو له لوري له پانګونې ملاتړ کوي او هڅه چې نور پانګوال هم په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او ټینګار یې وکړ چې په چین کې هم د بهرنیو سوداګرو په ځانګړي ډول د افغان پانګوالو او سوداګرو لپاره د همکارۍ ښه فرصتونه برابر شوي دي.
د نوموړي په وينا، چین د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي څو د سوداګرۍ ښه زمینه برابره او په مقرراتو کې لازم اصلاحات رامنځته شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د چین د بازار د تنظیم په چارو کې د دولت له وزیر هرکلی وکړ او ویې ویل، چې افغانستان د چیني پانګوالو له پانګونې هر ډول ملاتړ او ورته د زمینې برابرولو ته چمتو دی.
هغه غوښتنه وکړه چې چین دې له افغانستان سره د سوداګرۍ د نړیوال سازمانه د ښې استفادې لپاره خپلې تجربې شریکې کړي څو افغانستان هم د دغه سازمان پر معیارونو برابر شي او ترې ښه استفاده وکړي.
نوموړي وویل چې افغانستان د خوړو د ملي ادارې جوړولو هوډ لري او چین کولای شي په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي. چې چیني لوري هم د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په دې ناسته کې د چین د بازار د تنظیم په چارو کې د دولت وزیر له افغان سولې هم ملاتړ اعلان کړ او پر دوه اړخیزو اړیکو هم بحثونه وشول.
login or register a new account.