ژبه

زلمى خليلزاد د سولې په اړه د خبرو لپاره مسکو ته وخوځېد

کابل (پژواک، ١٥ لېندۍ ٩٧): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازي د افغانستان د سولې د هڅو په لړ کې له کابله مسکو ته وخوځېد.

په کابل کې د امريکا سفارت له خوا د لېندۍ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خليلزاد نن سهار کابل ته راغى  او د ولسمشر غني په مشرۍ يې له افغان پلاوي سره وليدل.

سرچينې زياته کړې چې په دې ناسته کې د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم ګډون کړى و.

د امريکا سفارت ويلي چې نوموړي افغان مشرانو ته د سولې برخه کې د خپلو وروستيو هڅو او سفرونو په اړه معلومات ورکړل.

سرچينې زياته کړې، د هغه د هڅو موخه دا ده چې د افغان شخړې لپاره سياسي حل لاره وموندل شي.

د امريکا سفارت ويلي چې په کابل کې له افغان مشرانو سره تر ليدنو کتنو وروسته د افغان سولې په هڅو کې زلمى خليلزاد د روسيې پلازمېنې مسکو ته روان شوى دى.

زلمى خليلزاد چې د افغان سولې لپاره د سيمې په درېيم سفر راوتلى، لومړى سفر يې پاکستان ته وکړ او د دغه هېواد له مشرانو سره يې وليدل.

نوموړى به له دې وروسته قطر، متحده عربي امارات، بلجيم، ترکمنستان او ازبکستان ته هم سفرونه وکړي.

login or register a new account.