کابل (پژواک، ١٥ لېندۍ ٩٧): ولسمشر اشرف غني وايي، سوله د پانګونې لپاره ښه فرصت برابروي او د سولې پروسه د خلکو له سترګو پټه نه شي پاتې کېدای.
له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په اړه د خپلو مشورتي ناستو په لړ کې پرون ماښام د هېواد له اقتصادي فعالانو سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرست خانجان الکوزي، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ريیسې منېژې وافق، د صنایعو او کانونو خونې ريیس شېرباز کمین زاده او یوه پانګوال ذبیح الله زیارمل د نورو په استازیتوب د سولې په اړه د ولسمشر د برنامو او هڅو هرکلی او ملاتړ وکړ.
دوی زیاته کړه، سوله یوه اړتیا ده او د سولې له برکته پانګونې او اقتصادي ودې ته لا زیاته زمینه برابرېږي.
اقتصادي فعالانو په هېواد کې د سوداګرو او پانګوالو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او له ولسمشره یې وغوښتل چې د سترو پانګونو جذبولو ته دې زیاته پاملرنه وشي او څرګنده یې کړه چې په دې برخه کې به له حکومت سره همکار وي.
وروسته ولسمشر غني د دوی له نظریاتو په مننې وویل، سوله د پانګونې لپاره ښه فرصت برابروي او د سولې پروسه د خلکو له سترګو پټه نه شي پاتې کېدای.
هغه زیاته کړه، حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي نوملړ اعلان کړی او د خصوصي سکتور په ګډون د خلکو د ټولو اقشارو لپاره په مشورتي بورډ کې ځای په پام کې نیول شوی او له تاسې سره به په هر پړاو کې مشوره کېږي.
ولسمشر غني څرګنده کړه: "پانګوال او دولت د یوه بل ممد دي او موږ باید د یوه بل په مرسته تر ۲۰۲۴ کال پورې د اقتصادي ودې لپاره جدي کار وکړو، څو له وارداتي هېواد څخه په صادروونکي هېواد بدل شو."
هغه د خپلو خبرو په پای کې له اقتصادي فعالانو څخه وغوښتل چې د تولیدوونکو اتحادیو، د محصولاتو او تولیداتو د پروسس، بازارموندنې او معیاري جوړولو په برخه کې کار وکړي. هغه څرګنده کړه کانونه د پانګونې لپاره چمتو دي او تاسې کولای شئ په دې برخه کې فعالیت وکړئ.
login or register a new account.