کابل (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٧) : د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد يو ځل بيا پر بين الافغاني مذاکراتو ټينګار کړى او په ډاګه کړې يې ده چې بهرنيان بايد د افغانانو برخليک ونه ټاکي.
خليلزاد دغه څرګندونې په مسکو کې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او دافغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
تر يادې ليدنې وروسته په مسکو کې دامريکا سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ليدنه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د افغان سولې په اړه خبرې اترې وشوې.
سرچينې زياته کړې، زلمي خليلزاد په دې ليدنه کې په ډاګه کړې، چې د افغانستان شخړه بايد د خبرو اترو له لارې په سياسي توګه هواره شي .
هغه په ډاګه کړې،افغانان بايدپه خپله د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي، نه دا چې بهرني قدرتونه د هغوى برخليک وټاکي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د شخړې سياسي هوارى امريکا او روسيې دواړو ته ګټور دى.
امريکا ويلي، د افغان شخړې له هواري سره په سيمه کې د ترهګرۍ او نشه يي توکو ګواښونه کم او اقتصادي پرمختګونه رامنځته کېږي.
زلمى خليلزاد چې د افغان سولې په هڅو کې سيمې ته په درېيم سفر راوتلى، پاکستان ته تر دوه ورځني سفر او په کابل کې ولسمشر غني سره تر ليدنې وروسته د پنجشنبې په ورځ مسکو ته تللى .
خليلزاد به له دې وروسته ترکمنستان، قطر، عربي اماراتو او بلجیم ته هم سفرونه وکړي.
login or register a new account.